ایران او افغانستان ګډه تجارتي کوټه جوړوي
May 29, 2022 07:16 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان او د ایران ګډه تجارتي کوټه جوړیږي .
د افغانستان د موقته حکومت تجارتي کوټې وویل د افغانستان پلاوي په کابل کښې د دغه کوټې د جوړولو لپاره د ایران د پانګوالو او د تجارت د کوټې له چارواکو سره کتنه او خبرې وکړې .
دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې د ایران او د افغانستان سوداګرانو د تجارتي مشکلاتو شکایت کړی و .
په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان ډیرې ګډولې او د کابو زر (۱۰۰۰)کلومیټره ګډ سرحد لرل او نورې زمینې سبب شوي دي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي راکړو ورکړو اندازه په کال کښې څه د پاسه درې میلیارډه ډالرو ته ورسیږي خو تراوسه د تهران او د کابل د اقتصادي او د تجارتي اړیکو اندازه ایډیل ټکي ته نه ده رسیدلي .
ټیګونه