ایران ، امریکا او دریو اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده امریکا او دریو اروپايي هیوادونو ته په خطاب کښې وویل یا ډيپلوماسۍغوره کولای شئ یا په مخالف لور کښې اقدام ترسره کړي مونږ د دواړو چارو لپاره چمتو یوو.
خطیب زاده بیا په یوه ټویټ پیغام کښې وویل د اسرائیلو رژیم د اټومي تړون د لومړي لمبر دوښمن په توګه د این پي ټي تړون خلاف ورزۍ کونکی او په مینځني ختیځ او د افریقا په شمال کښې د اټومي وسلو یوازنی لرونکی رژیم دی مونږ په دې خبرې پوهیږو او د دنیا خلک هم ترې خبر دي.
هغه وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې امریکا او درې اروپايي هیوادونه په قصدي ډول ځان په خوب اچولو لاس واخلي.
خطیب زاده وویل امریکا او درې اروپايي هیوادونه یا ډيپلوماسۍ غوره کولای شي یا په مخالف لور کښې اقدام وکړي او ایران د دواړو انتخابونو لپاره چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده له دې مخکې په یولړ څرګندونو کښې وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې هر غیر رغنده اقدام ته محکم او متناسب ځواب ورکوو او د دغه ځواب د پایلو مسوولیت د هغو هیوادونو پرغاړه دی چې واکمنې شورا او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر راپور ته د ایران پرضد د سیاسي لوبو د اوزار یا د دباو د اړم په توګه ګوري.
رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې امریکا ، فرانسې ، بریتانیا او جرمني د ایران د اټومي پروګرام په موضوع سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا ته یو وړاندیزي پریکړه لیک وړاندې کړی دی.