د امریکا د دباونو په وړاندې د بریالیتوب یوازنۍ لاره مقاومت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117132-د_امریکا_د_دباونو_په_وړاندې_د_بریالیتوب_یوازنۍ_لاره_مقاومت_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ د ونزوئلا او ایران له بریالیتوب ډکې تجربې وښودله چې د امریکا د دباونو په مقابل کښې د بریالیتوب یوازنۍ لاره مقاومت دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2022 00:03 Asia/Kabul
  • د امریکا د دباونو په وړاندې د بریالیتوب یوازنۍ لاره مقاومت دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ د ونزوئلا او ایران له بریالیتوب ډکې تجربې وښودله چې د امریکا د دباونو په مقابل کښې د بریالیتوب یوازنۍ لاره مقاومت دی.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي پرون مازیګر د ونزوئلا له ولسمشر نیکلاس مادرو او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې د امریکا د ترکیبي جنګ او د سختو دباونو په مقابل کښې د تهران او د کاراکاس مقاومت ته په اشارې سره ټینګار وکړ د ایران او د ونزوئلا بریالۍ تجربې وښودله چې له دغو دباونو سره د مقابلې یوازنۍ لاره مقاومت او دریدل دي.

حضرت ایت الله خامنه اي دغه راز په وروستیو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونو ، علمي او د ټیکنالوژۍ نوښتونو ته په اشارې سره وویل دغه لوړ ګامونه په داسې شرایطو کښې ترسره شوي دي چې د ایران په ملت باندې تر ټولو بې ساري او تر ټولو سخت دباونو او بایکاټونه ولګول شول او امریکا خپله هغو ته د زیات دباو نوم ورکړ.

هغه حضرت ټینګار وکړ د ایران د ملت مقاومت د امریکا د زیات دباو د سیاست د ماتي سبب شو، په دې ډول چې د امریکا یوه لوړرتبه سیاسي چارواکي څه موده مخکې د دغه سیاست په شرمونکي توګه د ماتي خوړلو خبره وکړه.

حضرت ایت الله خامنه اي د ایران او د ونزوئلا ترمینځ د شل کلنې ملګرتیا د سند د لاسلیک کیدا په هرکلي سره وویل د اوږد مهاله ملګرتیاو ضرورت د موافقو تعقیبول  او د هغوې سر ته رسول دي.

هغه حضرت د ایران او د ونزوئلا صمیمانه ملګرتیاو ته په اشارې سره جوته کړه تهران او کارا کاس له هیڅ هیواد سره دا ډول نږدې اړیکې نلري او د ایران اسلامي جمهوریت ښودلي ده چې د خطرونو په وخت له خپلو دوستانو سره مرسته کوي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز د ونزوئلا د ولسمشر نیکلاس مادورو د صهیونیسټ ضد دریځونو قدرتونه وکړه او ویې ویل د صهیونیسټ رژيم پرضد د  نیکلاس مادرو څه موده مخکې دریځونه ډیر سم او له زړورتیا ډک وو.

په دغه کتنه کښې چې د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم پکښې ګډون درلود د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو له امریکا سره د خپل هیواد د ملت په سختې مبارزې کښې د ایران  د ملاتړونو قدرونه وکړه او ویې ویل ایران په داسې وخت کښې چې شرایط ډیر سخت وو او هیڅ هیواد له ونزوئلا سره مرسته نه کوله له مونږ سره مرسته وکړه چې له  هغو سختو شرایطو ووځو.

د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو په تیرو کلونو کښې د خپل هیواد سختو اقتصادي شرایطو په بیانولو سره وویل امریکا د ونزوئلا هیواد پرضد یو څو اړخیزه او سوکه سوکه جنګ پیل کړ خو مونږ وتوانیدو په مقاومت  او له هغو فرصتونو په استفادې سره چې بایکاټونو مونږ ته برابر کړي و د امریکا له یرغل سره هراړخیزه مقابله پیل کړو.

نیکلاس مادورو په دې خبرې ټینګار سره چې ونزوئلا د فلسطین موضوع یوه سپیڅلي موضوع ګڼي وویل د همدغه اعتقاد په علت صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې موساد له لارې د ونزوئلا پرضد په پرله پسې ډول د دسیسو د جوړولو په حال کښې دی.