رییسي:د ژواک چاپیریال ساتل ضروری اومهم لومړیتوب دې
د لویدیځې اسیا د سیمې د هیوادونو د ژواک چاپیریال د وزیرانو سیمه ایزه غونډه د اسلامی ایران په نوښت او د سیمې د یولیسو هیوادونو د وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو په شتون سره ترسره شوه .
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی د سیمې د هیوادونو د ژواک چاپیریال د وزیرانو په سیمه ایزه غونډه کې ټینګار وکړ د ژواک چاپیریال ساتنې ته پام وشی او ټول له معمول ، ډیپلوماتیکو او سیاسی تعارفاتو پرته د هغه د ساتنې لپاره تابیاوې غوره کړی .
د لویدیځې اسیا د سیمې د هیوادونو د ژواک چاپیریال د وزیرانو سیمه ایزه غونډه د اسلامی ایران په نوښت او د سیمې د یولیسو هیوادونو د وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو په شتون سره ترسره شوه .
ښاغلی رییسی په دغه غونډه کې وویل دسلطې د نظام و ترهه ګروزیات غوښتنو او د پوهې او تیکنالوجۍ له ډګره د سیمې د ملتونو او دولتونو محرومیدا د ژواک چاپیریال د چیلنجونو د رامینځته کیدا سبب شوی دی .
ده زیاته کړه د ژواک چاپیریال مهمه موضوع او د هغه د ساتنې ضرورت د ملګرو او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا زمینه برابرولې شی .