سویډن له ایران سره د اړیکو تاواني کیدا ته هیڅ ګروهنه نلري
په سویډن کې د ایران سفیر د حمید نوری ضد چټی تورونو او ادعاګانو په اړه په صادر شوی حکم د اسلامی ایران سخت اعتراض وړاندی کړ .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د سویډن د خارجه وزیر قایم مقام روبرټ ریډبرګ په سویډن کې د ایرانی ښاریز حمید نوری د دوسیې په هکله د محکمې د رای له اعلانولو وروسته په سټاک هوم کې د ایران له سفیر احمد معصومی فر سره په کتنه کې ادعا وکړه چی دولت یې له ترهه ګرو ملاتړ نه کوی .
په سویډن کې د ایران سفیر د حمید نوری ضد چټی تورونو او ادعاګانو په اړه په صادر شوی حکم د اسلامی ایران سخت اعتراض وړاندی کړ .
ښاغلی معصومی فر د دې خبرې په کولو سره چی د دوسیې د جاج په بهیر کې ترسره شوی تحقیقات کاملا یو طرفه دی او یوازې د یوې ترهه ګرې فرقې د غوښتنو د تامینولو لپاره شوی دی ، زیاته کړه دا ډیره د خواشینۍ خبره ده ، په داسې حال کی چی ترهه ګرۍ د نړیوال امنیت او سولې لپاره جدی ګواښ ده ، څرنګه د سټاک هوم یو ځای عدالت په لټه کې دې په یوه عجیبه سیاسی حرکت کې د سویډن د قضایی ادارې باور د یوې ترهه ګرې فرقې په ګټه ولګوي .
د سویډن محکمې د یوه حکم په صادرولو سره ایرانې ښاریز حمید نوری چی د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ د بی اساسه تورونو په اساس په زندان کی دې ، په عمر قید محکوم کړ .