ایراني میرمنې په اسلامي حجاب سره په ټولو ډګرونوکې ښې ځلیدلي دي
ایت ا... خاتمی ټینګار وکړ د استکبار او په سر کې یې امریکا له سوچه محمدی اسلام سره شخړه لری او هغو په ایران د سوچه اسلامی حاکمیت نشی زغملې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سید احمد خاتمي د حجاب او عفاف مسلې او په لویدیځو هیوادونو کې د بې حجابۍ دودولو او شکونو رامینځته کولو په اړه زیاته کړه لویدیځ فکر کوی تر هغه چی میرمنه له شرعی او اخلاقی قیوداتو خلاصه نشی پرمختګ نه کوی خو په ایران کی له اسلامی انقلاب وروسته دغه موضوع بشپړه اپوټه ده ځکه چی له انقلاب وروسته ایراني میرمنې په اسلامی ستر سره په ټولو سیاسی ، علمي ، اقتصادی ، مدیریتی وغیره ډګرونو کی ښې ځلیدلي دي .
ښاغلی خاتمی د دې خبرې په کولو سره چی دښمن د ایرانی میرمنو له ستر غوسه شوی او د حجاب ضد په شکونو سره یې خپله غوسه ښودلی ده .
ایت ا... خاتمی ټینګار وکړ د استکبار او په سر کې یې امریکا له سوچه محمدی اسلام سره شخړه لری او هغو په ایران د سوچه اسلامی حاکمیت نشی زغملې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د رهبرۍ له ستر مقام سره د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو پوتین او اردوغان وروستیو کتنو ته په اشارې سره زیاته کړه د حضرت ایت ا... خامنه ای دریځونه د عزت ، حکمت او مصلحت تجلی وو .
ښاغلی خاتمی د سید الشهدا حضرت امام حسین ع د ویر او ماتم ورځو پیلیدا ته په اشارې سره وویل د محرم لومړۍ لسیزه د امر به معروف او نهی از منکر لسیزه ده ، د اسلامی نظام پیاوړتیا له پیاړو معروفو او د اسلامی نظام کمزورتیا له بدترینو منکرو ده .