ایران د ویانا د خبرو اترو د نتیجې لپاره یوشمیر ایډیاګانې لري
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت لوړرتبه مرکچي علي باقري کني ټینګار وکړ د خبرو اترو د نتیجې لپاره یوشمیر ایډیاګانې لرو.
هغه وویل د خبرو اترو د نتیجې لپاره هم له محتوا او هم د شکل له پلوه یوشمیر ایډیاګانې لرو چې له نورو لورو سره به یې شریکې کړو.
باقري کني په دوام کښې ویل د اروپايي اتحادیې غږملونکي د خبرو اترو د نتیجې لپاره خپلې ایډیاګانې وړاندې کړي دي او د ایران اسلامي جمهوریت هم د خبرو اترو نتیجې ته د رسیدا لپاره یوشمیر ایډیاګانې لري.
د ایران د مرکچي ټیم د نوښتونو په دلیل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د غیر قانوني او د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو په چورلیزتوب سره خبرو اترو یوشمیر پرمختګونه کړي دي خو د امریکا د پخواني حکومت د غیرقانوني اقداماتو د جبرانولو لپاره د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت د کار ځنډول او د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست دوام اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره د امریکا په جدیت کښې د شکونو او د خبرو اترو د بهیر د اوږدیدا سبب شوی دی.