اسلامي ایران د امریکا نویو بندیزونو ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119238-اسلامي_ایران_د_امریکا_نویو_بندیزونو_ته_غبرګون_ښودلی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د تهران پرضد د امریکا نویو بندیزونو ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2022 00:46 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د امریکا نویو بندیزونو ته غبرګون ښودلی

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د تهران پرضد د امریکا نویو بندیزونو ته غبرګون وښود.

د امریکا خزانې وزارت پرون وویل چې له ایران سره د ارتباط په پلمه یې د څو نویو شرکتونو نومونه د بایکاټ په فهرست  کښې شامل کړي دي او دغه شرکتونه په متحده عربي اماراتو ، چین ، سینګاپور او مالیزیا کښې دیره دي.

امریکا په دنیا کښې تر ټولو ستر بایکاټونو لګونکی هیواد ګڼل کیږي کوم چې د خپلو هدفونو او ګټو په لړ کښې د نورو هیوادونو پرضد د ډول ډول بندیزونو او بایکاټونو په لګولو کښې زیاته مخینه لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی نن سهار وختي وویل د بایکاټونو په نشې باندې د امریکا روږدیدا او له بندیزونو اوزاري استفاده د امریکا د سلطې د نظام ځانګړنه ده او په امریکا کښې د حکومتونو بدلیدل د دوې په کړچار کښې هیڅ بدلون نه رامینځته کوي.

هغه وویل د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت چارواکو په ځلونو د پخواني ولسمشر ټرمپ د زیات دباو سیاست یو ماتي خوړلی او بې نتیجې سیاست بللی خو په عمل کښې دغه سیاست ته دوام ورکوي او حتی دغه ماتي خوړلي سیاست ته نوره پراختیا هم ورکوي تر دې حده چې حتی اټومي موافقې ته د بیرته ستنیدا لپاره د خبرواترو د له سره پیلولو لپاره په روانو هڅو کښې هم له دغه بې ګټې او ورانکار اقدام څخه لاس نه اخلي.

د ایران پرضد د امریکا دغه نوي بایکاټونه په داسې حال کښې لګول شوي دي چې ولسمشر جوبایډن ادعا کوي نیت لري د خبرو اترو له لارې اټومي تړون ته د واشنګټن د بیرته ستنیدا لپاره ضروري زمینې برابرې کړي.