د کرونامنحوس ویروس په ایران کې نور ۴۷کسان قرباني کړل
(last modified Fri, 05 Aug 2022 11:14:17 GMT )
Aug 05, 2022 15:44 Asia/Kabul
  • د کرونامنحوس ویروس په ایران کې نور ۴۷کسان قرباني کړل

دغه راز وئيل شوي دي چې په تیر شواروز کې  په درست ایران کې نور  اوه زره پنځه سوه ډوزه کرونائي و اکسن هم پیچکاري شوي دي.

زمونږ خبریال راپور راکړ،د ایران د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،په ایران کې د کرونائي ویروس دککړیدا له امله په تیر شواروز کې د نورو اوه څلویښت کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونايي قربانیانوشمیر یو لک دوه څلویښت زره  درې سوه اوه دیرش تنو ته ورسید.

په راپور کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې د نړیوالو معیارونو په اساس په درست ایران کې په کرونا ویروس نور پنځه زره څلور سوه پنځه پنځوس کسان ککړ شوي  چې له دوي سره د درستو ککړو کسانو شمیر اوه میلیون ،څلور لکه یو د یرش زره پنځه سوه تنو ته زیات شوی  او دغه راز په درملنې پسې  په ایران کې تردې دمه  اوه میلیون پنځه نوي زره  اته سوه شپیته کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.

دغه راز وئيل شوي دي چې په تیر شواروز کې  په درست ایران کې نور  اوه زره پنځه سوه ډوزه کرونائي و اکسن هم پیچکاري شوي دي.

 

ټیګونه