له ایټمي موافقې د ایران د اقتصادي ګټو ته پام دمرکچي ټیم اصلی موخه ده
د ایران او۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس دبندیزونو دلغوه کولو لپاره خبرې اترې یوځل بیا د ویاناپه کوببرګ هوټل کې له بیګا راهسې پيل شوي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامی شورا د نود اصل په کمیشن کې په شتون سره د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د ویانا د روانو خبرواترو په باب دیوه راپور په وړاندې کولو سره ووئيل ، د ایران د ایټمي د مرکچي ټيم جدي توجه،له دغې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د ایران اقتصادي ګټو ،سرې کرښې او دځاي سوله ایزې ایټمي ټیکنالوجۍ او پوهې او توان ته پام کول دي .
داپه داسې حال کې دي چې دایران او۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دمادو په اساس دبندیزونو دلغوه کولو لپاره خبرې اترې یوځل بیا د ویاناپه کوببرګ هوټل کې له بیګا راهسې پيل شوي دي . د ایران مرکچي ټيم ددغو خبرواترو له پیلیدا مخکې د روسیې او چین دمرکچي ټيمونوله مشرانو او د خبرواترو له مرستیال غږملونکي آنریکه مورا سره هم کتلي دي . د روسیې د مرکچي ټيم مشر اولیانوف وئیلي دي ،چې د خبرواترو فضا ددې ښودنه کوي ،چې دغه خبرې اترې نهایي مرحلې ته رسیدلي دي او ډير زر به ئې مثبته نتیجه دنړۍ په وړاندې اعلان شي.