ایران د کابل په جومات کې ترهه ګراقدام وغنده
Aug 18, 2022 08:11 Asia/Kabul
د کابل په صدیقیه جومات کې د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي او ۴۰ هم ژوبل شوي دي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې په یوه جومات کې هغه تروریستي چاودنه په کلکه وغندله چې په پایله کې یې ګڼ شمیر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د دغه تروريستي عمل د شهيدانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله وکړه.
د کابل په صدیقیه جومات کې د چاودنې له امله ۳۰ کسان وژل شوي او ۴۰ هم ژوبل شوي دي .
د افغانستان په مختلفو سیمو کې پرله پسې ترهه ګرې چاودنې او حملې ښی چی د طالبانو د موقته دولت د ادعا په اپوټه دغه دولت ندې توانیدلې د هیواد په مختلفو سیمو کې امنیت ټینګ کړې شی .
ټیګونه