ایران د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره خواخوږي اعلان کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي د افغانستان له ملت او په تیره بیا د لوګر ولایت د وروستي سیلاب د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
هغه پرون د افغانستان په څو ولایتونو کښې په سختو سیلابونو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د دغو سیمو د یوشمیر کسانو د وژل کیدا ، بې درکه کیدا او کلیوالو ته د سختو تاوانونو د رسیدا سبب شول د افغانستان له ملت او په تیره بیا د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب اعلان کړل.
د افغانستان په لوګر ولایت کښې په سخت سیلاب کښې تراوسه شل کسان وژل شوي او په لسګونو کورونه هم ړنګ شوي.
دغه سیلاب په تیرې یکشنبې ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم او په خوشي سیمه کښې له سختو بارانونو وروسته رامینځته شوی دی.
په لوګر ولایت کښې د طالبانو د والي ویاند عمر منصوري رسنیو ته ویلي دي چې د لومړیو اطلاعاتو پراساس په دغه سیلاب کښې شل کسان وژل شوي دي.