ایران په لومړي فرصت کښې د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120280-ایران_په_لومړي_فرصت_کښې_د_امریکا_وړاندیزونو_ته_ځواب_ورکوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کنعاني چاقي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د کارپيژاندو په سویه د غونډو له نتیجې وروسته په لومړي فرصت کښې امریکا ته ځواب ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 23:10 Asia/Kabul
  • ایران په لومړي فرصت کښې د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کنعاني چاقي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د کارپيژاندو په سویه د غونډو له نتیجې وروسته په لومړي فرصت کښې امریکا ته ځواب ورکوي.

هغه پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د هیواد د مالي ګټو تامینونکي ، جامع او پایدارې موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی او په دې زمینه کښې یې تراوسه په مسوولانه ډول عمل کړی دی.

کنعاني چاقي زیاته کړه د خبرو اترو بهیر د موضوع د حساسیت په دلیل محرمانه دی او ټولو لورو هڅه کړي ده چې د خبرو اترو د بهیر محرمانه پاتې کیدا ماهیت ته پاې بنده ووسي او د خبرو اترو رسندوي کول د مذاکراتو له نتیجې سره هیڅ مرسته نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي په عین حال کښې ټینګار وکړ: هماغه ډول چې په ځلونو مو ویلي دي د بایکاټونو د ختمیدا د خبرو اترو د بهیر په ارتباط پاتې موضوعګانې زیاتې موضوعګانې نه دي په بل عبارت د لورو ترمینځ اټومي تړون ته اکثره اړونده مسائیل حل شوي دي خو لږ شان موضوعګانې پاتې دي کومې چې حساسې، مهمې او ټاکونکي موضوعګانې دي.

د ایران دغه ډيپلوماټ په دې خبرې سره چې په پریکنده توګه ویلی شو د ایران اسلامي جمهوریت د پایداره موافقې غوښتونکی دی وویل ایران په جدیت سره موافقې ته رسیدل تعقیبوي او باوري دی د اټومي تړون د اجرا له سره پیلیدل هم د ایران د اسلامي جمهوریت او هم د دغه موافقې د نورو لورو د ګټو په لړ کښې دی.