د اسرائیلو رژیم د اټومي فعالیت په هکله شک رامینځته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120282-د_اسرائیلو_رژیم_د_اټومي_فعالیت_په_هکله_شک_رامینځته_کوي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري ټینګار وکړ د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله د شک رامینځته کول د صهیونیسټ رژیم سټراټيژۍ ده.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 29, 2022 03:59 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم  د اټومي فعالیت په هکله شک رامینځته کوي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري ټینګار وکړ د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله د شک رامینځته کول د صهیونیسټ رژیم سټراټيژۍ ده.

هغه وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله دوه ګوڼه خبرې کوي کومې چې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له سیاستونو څخه سرچینه اخلي.

حیدري د اټومي  انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي د نویو څرګندونو په ارتباط وویل هغه د ایران له رسنیو سره په مرکه کښې د ایران د اټومي فعالیتونو د شفافوالي او د سوله ییز والي خبره کوي خو د خارجي رسنیو په وړاندې بیا نورې خبرې کوي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي شهریار حیدري دغه راز وویل صهیونیسټي لابۍ هم پرله پسې فعالیتونه کوي چې وکولای شي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد خپلې دسیسې پرځاې وساتي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر لخوا د ایران پرضد ادعاګانې په داسې شرایطو کښې مطرح کیږي چې دغه اژانس په خپلو پړاویزو راپورونو کښې تل د ایران لخوا په ملګرتیا کولو او د ژمنو په ترسره کولو اعتراف کړی دی.