ایران د عراق د سیاسي کړکیچ د حل لپاره سپارښتنې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120322-ایران_د_عراق_د_سیاسي_کړکیچ_د_حل_لپاره_سپارښتنې_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي وویل ایران عراق ته د سیاسي کړکیچ د حل کولو لپاره ضروري سپارښتنې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 23:27 Asia/Kabul
  • ایران د عراق د سیاسي کړکیچ د حل لپاره سپارښتنې کړي دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي وویل ایران عراق ته د سیاسي کړکیچ د حل کولو لپاره ضروري سپارښتنې کړي دي.

د عراق د پارلمان وارمخکې انتخابات د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په لسمه نیټه شوي دي او د هیواد سیاسي ګوندونه د سیاسي اختلافاتو په دلیل تراوسه د لسو میاشتو په تیریدا سره نه دي توانیدلي چې نوی حکومت جوړ کړي.

په عین حال کښې د اسلامي ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د پرون ورځې د خبري غونډې په څنګ کښې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل ایران باوري دی د عراق د وروڼو حکمت، پوهې او تجربې ته په پام سره په دغه هیواد کښې هیڅ بندون نشته.

هغه وویل ایران او عراق ډيرې نږدې او ښې اړیکې لري او په بیلابیلو سویو د دواړو هیوادونو سلامشورې دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چاقي ډاګینه کړه ایران باوري دی د عراق فکري پوهې ته په پام سره دغه هیواد له سیاسي بندون څخه وتلی شي.

دغه راز په عراق کښې د ایران سفارت په یوې خبر پاڼه کښې د ایران په ښاریزو غږ وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې بغداد ، کاظمین او سامرا ښارونو ته له هرډول تګ راتګ ډډه وکړي.

د عراق په پلازمینې بغداد کښې له ګډوډۍ وروسته حکومت له پرون مازیګر څخه په هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی.