د اټومي اژانس پوهتنې ختمې نشي اجرايي ورځ به وجود ونلري
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي ټینګار وکړ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پوهتنې اټومي تړون ته د ټولو لورو له ستنیدا مخکې باید حل شي ګڼي اجرايي ورځ به وجود ونلري.
هغه وویل ایران اساسا نه اعلان شوي اټومي مرکز نلري.
محمد اسلامي وویل اټومي حوزه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د منشور پرخلاف اساسا د سترو قدرتونو په انحصار کښې دی او په هغه سازوکار سره چې په نړیوال چاپیریال کښې یې رامینځته کړی دی اجازه نه ورکوي دغه ټیکنالوژۍ په معیاري ډول ټولو هیوادونو ته ورکړل شي او هغوې د دوه ګوڼه معیار پراساس کړچار غوره کړی دی.
هغه وویل امریکا او د دوې ملګرو په بیلابیلو رودو او اوزارونو سره هڅه کړي ده چې د ایران د پرمخت مخه ونیسي خو د ایران د متخصصانو د انګیزې د له مینځه وړلو لپاره د ډول ډول هڅو او ورانکاریو او د ساینس پوهانو د ټرور او د اټومي تاسیساتو د بمبارولو د ګواښ په شمول له ډیرو مزاحمتونو رامینځته کولو سره سره ایران له پرمختللي اټومي صنعت څخه برخمن شوی.