اسلامي ایران تل ثبات لرونکی او امنه عراق غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120386-اسلامي_ایران_تل_ثبات_لرونکی_او_امنه_عراق_غواړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کښې د عراق د وروستیو بدلونونو په هکله وویل تهران تل د ثبات لرونکي ، امنه او د قدرتمن عراق غوښتونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2022 07:43 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران تل ثبات لرونکی او امنه عراق غواړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کښې د عراق د وروستیو بدلونونو په هکله وویل تهران تل د ثبات لرونکي ، امنه او د قدرتمن عراق غوښتونکی دی.

د ایران خارجه وزارت وویل د ایران اسلامي جمهوریت عراق ته د ارامښت په بیرته ستنیدا باندې د خوښې په څرګندولو او د مړو شویو کسانو لپاره د مغفرت په غوښتلو او د وروستیو پیښو د ژوبلو کسانو لپاره د زر رغیدا په ارزو سره  له سترې فتنې څخه په تیریدا کښې د عراق د ټولو ادارو ، د ملت او د حکومت د صبر ، حکمت او د پوهې قدرونه کوي.

دغه بیانیه وايي د ایران اسلامي جمهوریت هماغه ډول چې مخکې یې ویلي دي له اوسني کړکیچ څخه د عراق د وتلو یوازنۍ لاره د خبرو اترو کړچار ته مخه کول ، د ښاریزو د حقوقو ساتل، د هیواد قانوني ارګانونو ته احترام کول ، د اساسي قانون بندوبست کول  او سیاسي بهیرونه ګڼي او هیله من دی د عراق  ټولې سیاسي ډلې او بهیرونه په سیاسي بهیر کښې په رغنده مشارکت او مسوولیت منلو سره د نوی حکومت د جوړولو  لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

د ایران خارجه وزارت په دغه بیانیې کښې ټینګار کړی دی چې ایران تل د ثبات لرونکي ، امنه او قدرتمن او د سیمې په بدلونونو کښې د رغنده رول لوبونکي عراق غوښتونکی دی او ایران د عراق له سیاسي او قانوني ادارو او بهیرونو  سره هر ډول ملاتړونه کړي دي.