ایران د ګذررګاه جومات په لمونځ کونکیوحمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120496-ایران_د_ګذررګاه_جومات_په_لمونځ_کونکیوحمله_وغندله
ښاغلی ناصر کنعاني په افغانستان کې د ترهه ګرو حملو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به د ترهه ګرې له سپیرې ښکارندې ، تاوتریخوالي ، افراط پالنې او ترهه ګرې سره په مبارزه کې له افغانستان او دهغه له مظلوم ملت سره په څنګ کې ودریږی
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 03, 2022 00:51 Asia/Kabul
  • ایران د ګذررګاه جومات په لمونځ کونکیوحمله وغندله

ښاغلی ناصر کنعاني په افغانستان کې د ترهه ګرو حملو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به د ترهه ګرې له سپیرې ښکارندې ، تاوتریخوالي ، افراط پالنې او ترهه ګرې سره په مبارزه کې له افغانستان او دهغه له مظلوم ملت سره په څنګ کې ودریږی

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني د دغې ترهه ګرې حملې د قربانیانوکورنیو ته د تسلیت د ویلو په ترڅ کې د ژوبلو کسانو لپاره د عاجلې شفا دعا وکړه .

ښاغلی ناصر کنعاني په افغانستان کې د ترهه ګرو حملو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به د ترهه ګرې له سپیرې ښکارندې ، تاوتریخوالي  ، افراط پالنې او ترهه ګرې سره په مبارزه کې له افغانستان او دهغه له مظلوم  ملت سره په څنګ کې ودریږی .

د هرات امنیتي سرچینو تائید کړه چې په هرات کښې د ګازرګاه شریف جامع جومات مخ ته په ننۍ بم چاودنې کښې په یوشمیر لمونځ ګزارو سربیره د جومات خطیب مجیب الرحمان انصاري له دیارلسو ساتونکو سره یوځاې ووژل شو.

دغه بم چاودنه چې داعش ډلې یې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی د جمعې لمانځه له ترسره کیدا سر په یووخت شوي ده.

د افغانستان ځینو سرچینو د هرات د ننۍ بم چاودنې د مړو او د ژوبلو شمیر څه د پاسه سل تنه اعلان کړی دی.

مولوي انصاري د طالبانو د حکومت  له کلکو ملاتړو دیني عالمانو وو

د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان د ښځو د حجاب په اړه هم په توندو څرګندونو مشهور و او د پرځېدلي پخواني جمهوري نظام پر مسولانو به یې توندې نیوکې کولې چې ګواکې په هېواد کې د "اخلاقي فساد" مخه نه نیسي.