د ایران په دفاعي ډاکټرین کې د ډرون او توغندوي پرمختګونو اهمیت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120572-د_ایران_په_دفاعي_ډاکټرین_کې_د_ډرون_او_توغندوي_پرمختګونو_اهمیت
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعی ډاکټرین د خلکو په عظیم مقاومت او ځای وسونو باندې ولاړ دې او ایران پرضد د صدام رژیم له اته کلن تپلی جنګ راهیسې اسلامی ایران په ځای ظرفیتونو او وړتیاو په تکیې سره خپلې دفاعی اړتیاوې تامین کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2022 12:09 Asia/Kabul
  • د ایران په دفاعي ډاکټرین کې د ډرون او توغندوي پرمختګونو اهمیت

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعی ډاکټرین د خلکو په عظیم مقاومت او ځای وسونو باندې ولاړ دې او ایران پرضد د صدام رژیم له اته کلن تپلی جنګ راهیسې اسلامی ایران په ځای ظرفیتونو او وړتیاو په تکیې سره خپلې دفاعی اړتیاوې تامین کړي دي .

 

د ایران د پوځ په چارو کې د ټولو قواود قوماندان سلاکار وویل د ایران وسله وال ځواک د نښتې له ډګر په واقعی درک سره  د دفاعی صنعت په حوزه کې خپل زیاتره فعالیتونه د موجودو ټیکنالوجیو په پیاوړتیا او د نویو ټیکنالوجیو په ترلاسه کولو په تکیې سره پلان کړي دي .

ښاغلی امیر حاتمي په جنګ د تجهیزاتو او انساني ځواک رول ته په اشارې سره زیاته کړه که نن ډرون الوتکې لرو او په دنیا کې په دغې ټیکنالوجۍکې په مخکښو هیوادونو کی شامل یو ، او که دنیا پوهه شوی ده چی ډرون الوتکه د اذربایجان جمهوریت او اوکراین په جنګ کې رول لوبوی مونږه ډیر مخکې په دغې موضوع پوهې شوي یو .

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعی ډاکټرین د خلکو په عظیم مقاومت او ځای وسونو باندې ولاړ دې او ایران پرضد د صدام رژیم له اته کلن تپلی جنګ راهیسې اسلامی ایران په ځای ظرفیتونو او وړتیاو په تکیې سره خپلې دفاعی اړتیاوې تامین کړي دي  .

هغه وسلې چی نن سبا ترې ډیره استفاده کیږی توغندې او ډرون الوتکې دي ځکه چی پیاوړې کارندوالې لری . همداراز د نورو وسلو په نسبت د هغو ارزانه والې یوه بله ګټه ده .

د رهبرۍ د سترمقام حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د ساتندویه ځواک هوافضا ځواک ته د جنګی ډرون الوتکو د شمیر د زیاتولو ستراتیجیکی سپارښتنې ته په پام سره اسلامی ایران نن په سیمه کې د جنګی ډرون الوتکو ستر درلودونکې شوې دې .

د راز راز  ډرون الوتکو د جوړولو په زمینه کې د ایران حیرانونکي پرمختګونو د نړیوالو پام جلب کړې دې . د شاهد ، مهاجر ، کمان ۲۲ ، سیمرغ ، غزه او کرار هغه  ډرون الوتکې دي چی د ایران د وسله وال ځواک او دفاعی صنایعو کې د ماهرانو او متخصصانو په لاس جوړې شوي دي .

اسلامی ایران په دې زمینه کی  نور هم ډیر زیات پرمختګونه کړي دي ، په دې ډول چی ایراني ماهرانو د امریکا پرمختللی پوځی ډرون الوتکې راکوزې کړي دي .

د امریکا د سمندری ځواک د جنګ کالج او رند موسسې په یوه جامع راپور کې بې پایلیټه الوتکې په راتلونکیو کلونو کې  د ایران په وړاندې د امریکا د پوځ د هوایی دفاع اصلی مسله معرفی کړی ده . په حقیقت کې د امریکا د اغیزمنې دفاعی پیچلتیا دا ده چی د ایران یرغلیزې وسلې په ټولو  عملیاتي چاپیریالانو کې لکه هوا ، سمندری ، مځکنی او سایبری زمینو کې ډیرې پراخې شوي دي او دا په عراق او افغانستان کې د امریکا د پوځ د تیرو جنګونود تجروبې په اپوټه دي چی امریکایان په سمندر ، هوا او سایبری زمینو کې  له جدی ګواښ سره نه وو مخامخ او عملیاتي تمرکز یې په مځکنی جنګ وو .

اسلامی ایران همداراز د ډول ډول بالستیک توغندویو په جوړولو سره د خپل دفاعی توان د زیاتولو په لاره کی اوچت ګامونه پورته کړي دي . شهاب ، فاتح ، قیام ، عماد ، سجیل ، خرمشهر ، دزفول ، فاتح مبین  او رعد ۵۰۰ هغه بالستیک توغندي دي چی  د ایران دفاعی قدرت یې ډیر زیات کړی دی .

د ۱۹۴۵ پوځی ویبپاڼې  په یوه تحلیل کې ایران د اسیا په لویدیځ کې د بالستیک توغندویو د کارنده او ستر وسله کوټ لرونکې بللې دې .

روښانه دې چی ایران د توغندی او ډرون  په جوړولو کې د اسیا په لویدیځ کې یو تر ټولوستر هیواد دې او د امریکا د تحقیقاتی مرکز ګلوبل فایر د راپور په اساس ایران د دنیا څوارلسم ستر پوځی قدرت دې .