اسلامي ایران د امریکا ترهګر پوځ او اسرائیلو رژیم ته خبرداری ورکړ
مهر خبري اژانس وايي د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د امریکا ترهګر پوځ ، صهیونیسټ رژیم او د دوې کوربه هیوادونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت د ګواښولو په هکله خبرداری ورکړ.
هغه وویل په وروستیو میاشتو کښې د امریکا ترهګر پوځ هڅه کړي ده چې خپل خالي ځای چې له فارس خلیج او عمان سمندر څخه د الوتکه وړونکو کشتیو ، د هیلي کوپټرونو او د جنګي بیړیو په ایستلو سره رامینځته شوی دی او د امریکا د ملګرو د ویریدا سبب شوی و د سینټکام له سیمه ییزې قومندنۍ سره د صهیونیسټ رژیم د غضب وړ سیمې په اتصال سره جبران کړي.
جنرال محمد باقري زیاته کړه د ایران له نظره به د امریکا او د هغې د هم تړونه هیوادونو د جاسوسۍ او حتی د عملیاتو امکانات صهیونیسټ رژیم ته ورکړل شي او دغه چاره به د ایران لپاره د ګواښ د زیاتیدا سبب شي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري ډاګینه کړه ایران د امریکا د پوځ کوربه هیوادونو ته د خارجه وزارت له لارې د پیغام په انتقالولو او په لیکلي خبرداري او اعلان سره د ډول ډول بې پایلوټه الوتکو او سمندري توغندوي مانورو په ترسره کولو ، د استخباراتي اشراف د پیاوړي کولو او د سمندري او د هوايي ګزمو د زیاتولو او په خپل شتون سره خپل چمتووالی او خبرداری اعلانوي.
هغه ټینګار وکړ د سیمې ګاونډیو هیوادونو ته د ایران دائمي او دوستانه سپارښتنه د دغه سیمې د هیوادونو په وسیله د سیمې د امنیت د ټینګولو لپاره ورورګلوۍ او ملګرتیا او په پردیو هیوادونو باندې تکیه نه کول دي.