ایران به د صهیونیسټ رژیم عناصرو ته سخت ځواب ورکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم د مرکزي کیمپ قومندان برید جنرال غلامعلي رشید وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت اولنی لومړیتوب د صهیونیسټ رژیم له ګواښونو سره مقابله کول دي.
هغه د ایران د پوځ د ځمکني ځواک د اقتدار په پوځي مانورې او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک د قومندانانو په ټول کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتکارو چارواکو څرګندونو او د ایران د اټومي تاسیساتو ، ګټو او د ملي امنیت پرضد د پوځي او د امنیتي ګواښ د مسوولیت منلو ته په اشارې سره وویل صهیونیسټ رژیم د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د ګواښ په توګه په اولني لومړیتوب کښې دی.
هغه زیاته کړه چې د ایران د ملي امنیت او د ګټو پرضد د صهیونیسټ غاصب رژیم هر ډول له ګواښ څخه ډک اقدامات د امریکا په غږملتیا او ملاتړ سره دي او د دغو ګواښونو په وړاندې به د ایران د وسله والو ځواکونو ځواب پریکنده وي.
د ایران د حضرت خاتم الانبیا صلی الله علیه واله و سلم د مرکزي کیمپ قومندان برید جنرال غلامعلي رشید زیاته کړه ټول عناصر او مردود حکومتونه او بهیرونه به چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د ګواښلو لپاره له صهیونیسټ رژیم سره ملګرتیا وکړي د خپلو اقداماتو بیه ورکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک د څوارلس سوه لومړي د اقتدار په نوم پوځي مانوره نن د ایران په مرکز کښې د اصفهان د نصر اباد په عمومي سیمه کښې پیلیږي.