پرمختللي ټيکنالوجیو ته لاس رسی ددښمنانو په وړاندې داقتدارسبب شوی
د ایرنیو ځوانو متخصصانو اوپوهانو په همت اوزیار سره ، دایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه ،د ماډرن پوځي تجهیزاتو په تولید کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر ټينګار کړی،پرمختللو ټيکنالوجیو او د ورځې سائنس ته ددفاع وزارت د متخصصانو لاس رسی،د دښمنانو په مقابل کې د اقتدار اوقدرت د رامینّځةکیدا سبب شوی دی.
د ایرنیو ځوانو متخصصانو اوپوهانو په همت اوزیار سره ، دایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه ،د ماډرن پوځي تجهیزاتو په تولید کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دایران دفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، ددفاعي متخصصانو او چاروالو په زیار اوهڅې سره ورځ تر بلې د ایران داسلامی جمهوریت داقتدار ، عظمت او داسلامی انقلاب د آئيډیاؤ دلوړاوي په لاره کې ا و دغه راز د دښمنانو د نهیلي کولو په لړ کې ګامونه پورته کوو.
د ایران دفاع وزیر دحسینی اربعیّن د ویرجنو شپو ورځو په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره هم زیاته کړې ده، ددفاعي صنعت متخصصان له حسینی غورځنګه په بیلګه اخستو سره ، د امریکا او صهیونیسټي رژيم په مقابل کې کلک دریدلي دي او له بندیزونو اودباؤتو او کمښتونو سره ئې کلکه مقابله کړې ده.