ایران له افغانستان سره ملګرتیا ته تیار دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د مشهد د طبي علومو د پوهنتون مشر محمد علي کیاني د روغتیا د نظام د شبکه اي نظام ، د طبي زده کړې او د سلامتیا د ټوریزم په حوزو کښې له افغانستان سره د ملګرتیا لپاره د دغه پوهنتون چمتووالی اعلان کړ.
محمد علي کیاني د ایران د مشهد د طبي علومو د پوهنتون او د هغې د درملنې له مرکزونو د طالبانو د حکومت د روغتیا، درملنې او د صحت عامه د وزیر په کتنې کښې وویل د ایران د مشهد د طبي علومو پوهنتون د روغتیا د نظام ، د شبکه اي نظام او د طبي زده کړې، د سلامتیا د ټوریزم په حوزو کښې ملګرتیا کولو ته تیار دی.
محمد کیاني زیاته کړه د ایران د مشهد د طبي علومو پوهنتون دغه راز د شبکه اي نظام د روغتیا د نظام د خپلواکۍ د درملنې د نویو پروژو او د نیمګړو پروژو د بشپړولو او د سلامتیا د سمو کړچارونو او د ژوند د سبک یعني سټایل د اصلاح او د افغانستان د درملنې او د روغتیا د انساني ځواکونو لپاره د لنډې مودې د روزنې د پړاونو او کلاسونو د ترسره کولو لپاره ضروري چمتووالی لري.
په افغانستان کښې د امریکا د نیواکګرۍ او د شل کلن جنګ په وجه د دغه هیواد د درملنې او د روغتیا جوړښتونه ډیر تاواني شوي او د درملنې او د روغتیايي امکاناتو د نشتون په دلیل په دغه هیواد کښې د درملنې د خدماتو حالت ډیر خراب او اندیښمونکی راپور شوی دی.