ایران له افغانستان سره ملګرتیا ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120878-ایران_له_افغانستان_سره_ملګرتیا_ته_تیار_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د مشهد د طبي علومو د پوهنتون مشر محمد علي کیاني د روغتیا د نظام د شبکه اي نظام ، د طبي زده کړې او د سلامتیا د ټوریزم په حوزو کښې له افغانستان سره د ملګرتیا لپاره د دغه پوهنتون چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 07:06 Asia/Kabul
  • ایران  له افغانستان سره ملګرتیا ته تیار دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د مشهد د طبي علومو د پوهنتون مشر محمد علي کیاني د روغتیا د نظام د شبکه اي نظام ، د طبي زده کړې او د سلامتیا د ټوریزم په حوزو کښې له افغانستان سره د ملګرتیا لپاره د دغه پوهنتون چمتووالی اعلان کړ.

محمد علي کیاني د ایران د مشهد د طبي علومو د پوهنتون او د هغې د درملنې له مرکزونو د طالبانو د حکومت د روغتیا، درملنې او د صحت عامه د وزیر په کتنې کښې وویل د ایران د مشهد د طبي علومو پوهنتون د روغتیا د نظام ، د شبکه اي نظام  او د طبي زده کړې، د سلامتیا د ټوریزم په حوزو کښې ملګرتیا کولو ته تیار دی.

محمد کیاني زیاته کړه د ایران د مشهد د طبي علومو پوهنتون دغه راز د شبکه اي نظام د روغتیا د نظام د خپلواکۍ د درملنې د نویو پروژو او د نیمګړو پروژو د بشپړولو او د سلامتیا د سمو کړچارونو او د ژوند د سبک یعني سټایل د اصلاح او د افغانستان د درملنې  او د روغتیا د انساني ځواکونو لپاره د لنډې مودې د روزنې د پړاونو او کلاسونو د ترسره کولو لپاره ضروري چمتووالی لري.

په افغانستان کښې د امریکا د نیواکګرۍ او د شل کلن جنګ په وجه د دغه هیواد د درملنې  او د روغتیا جوړښتونه ډیر تاواني شوي او د درملنې او د روغتیايي امکاناتو د نشتون په دلیل په دغه هیواد کښې د درملنې د خدماتو حالت ډیر  خراب او اندیښمونکی راپور شوی دی.