د ایران اتیا فیصده تجارت له ګاونډیانو سره دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د تجارت د پراختیا ادارې مرستیال احمد رضا علايي په دې خبرې سره چې عراق او افغانستان ته د صادراتو کمیدل اندیښمونکي نه دي وویل د ایران څه د پاسه اتیا فیصده تجارت له ګاونډیو هیوادونو سره دی.
د ایران دیارلسم حکومت په تیر میلادي کال کښې واک ته له رسیدا راهسې په بهرني سیاست کښې د انډول د ټینګولو په اعلانولو سره د سیمې له هیوادونو او له ګاونډیانو سره د ملګرتیا پراخول د خپلو خارجي پروګرامونو لومړیتوب وباله.
سیمې ته د پام کولو سیاست، ختیځ ته کتنه ، د ایکو د اقتصادي ملګرتیا موسسې او د شانګهاي د ملګرتیا موسسې په شان له سیمې په ورهاخوا او په سیمه ییزو موسسو او ارګانونو کښې مشارکت کول د ایران د بهرني سیاست د انډول کولو نښې دي کوم چې د دیارلسم حکومت لخوا تعقیبیږي.
د ایران د تجارت د پراختیا د ادارې د نړیوالو کار کسبونو د لوړتیا مرستیال احمد رضا علايي عراق او افغانستان ته د صادراتو د کمیدا د علت په هکله وویل دغه کمیدل معنا لرونکي او اندیښمونکي نه دي.
علايي عراق او افغانستان ته د ایران د صادراتو د کمیدا اصلي علت په دغو هیوادونو کښې سیاسي بدلونونه او د سیاسي ثبات نشتون وباله او زیاته یې کړه د ایران څه د پاسه اتیا فیصده تجارت له ګاونډیو هیوادونو سره دی.
هغه له افغانستان او عراق سره په تجارت کښې د انډول د تینګولو او دغو هیوادونو ته د صادراتو د زیاتولو لپاره یو اقدام په دغو دوو هیوادونو کښې د ګډو محصولاتو تولیدول وباله.