ایران د هیڅ قدرت ترسلطې لاندې خپل سیاسي ژوند نه تنظیموي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121356-ایران_د_هیڅ_قدرت_ترسلطې_لاندې_خپل_سیاسي_ژوند_نه_تنظیموي
ده همداراز له امریکا سره په موافقه کې د تضمین د ترلاسه کولو د علت په اړه هم وویل د امریکا تضمین د هغې تجروبې په دلیل دې چی د امریکایانو له کړچاره یې لرو او د امریکایانو کړچار ښی چی په هغو باور نشته ، موافقه باید واقعی او ډاډمنه وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2022 02:07 Asia/Kabul
  • ایران د هیڅ قدرت ترسلطې لاندې خپل سیاسي ژوند نه تنظیموي

ده همداراز له امریکا سره په موافقه کې د تضمین د ترلاسه کولو د علت په اړه هم وویل د امریکا تضمین د هغې تجروبې په دلیل دې چی د امریکایانو له کړچاره یې لرو او د امریکایانو کړچار ښی چی په هغو باور نشته ، موافقه باید واقعی او ډاډمنه وی .

 

د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر ایت ا... سید ابراهیم رییسي وویل د اسلامي ایران سیاست نه ختیځ او نه لویدیځ دې  اود هیڅ قدرت تر سلطې لاندې خپل سیاسي ژونداو د چارو بهیر نه تنظیموي .

ښاغلي رییسي په نیویارک کې له رسندویو سره په خبري غونډه کې پر دې په ټینګار سره چی نه د کوم قدرت تر سلطې لاندې ورځو او نه کوم هیواد تر سلطې لاندې راولو ، زیاته کړه نن بشري ټولنه له استکبار او هغو هیوادونو چی د پوځی او پیسو قدرت په خاطر غواړي ځانونه په ټولنو وتپی ، کړیږي .

رییسي د ایران د ایټمی موضوع په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل هغه موافقه چی پرې بحث کیږی که د پادماني دوسیو له اواری پرته وی ، پایداره به نه وی او اسلامي ایران به تل د ګواښ له خطر سره مخامخ وی .

ده همداراز له امریکا سره په موافقه کې د تضمین د ترلاسه کولو د علت په اړه هم وویل د امریکا تضمین د هغې تجروبې په دلیل دې چی د امریکایانو له کړچاره یې لرو او د امریکایانو کړچار ښی چی په هغو باور نشته  ، موافقه باید واقعی او ډاډمنه وی .

ده همداراز د فلسطین په موضوع کې د اسلامي ایران د دریځونو په اړه د پوښتنې په ځواب کی وویل اویا کاله کیږی چی فلسطین نیواکګرانو نیولې دې او خلک یې په نورو ټاټوبیو کی کډوال شوي دی او یوشمیر هم په غزې کې د یوه ستر زندان په توګه بندي شوي دي ، دا وضعیت دوام نه مومي او دا ظلم باید ختم شي .

ښاغلي رییسي د میرمن مهسا امینی د مړینې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل دا پیښه څیړل کیږی او په دې اړه نهایی نظر د قضاییه قوې کار دې ، هغه څه چی د دغې میرمنې د وفات کیدا په اړه مطرح دي او که چا کومه غلطی کړی وی ، حتما به وجاجول شی .