د هیرمند د اوبو د حق تحقق د ایران اصلي غوښتنه ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د ژواک چاپیریال د ساتنې د ادارې مشر علي سلاجقه ټینګار وکړ: د هیرمند د نړیوال تالاب د اوبو د حق تحقق د یوې اصلي غوښتنې په توګه تعقیبیږي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران د اوبو د حق په هکله د هیرمند تړون ته په خپلې پاې بندۍ ټینګار کړی دی.
د ایران د ژواک چاپیریال د ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه په دې خبرې سره چې د هیرمند د نړیوال تالاب د اوبو د حق تحقق د یوې اصلي مطالبې په توګه تعقیبیږي وویل د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت خلکو ته قول ورکوو چې د هیرمند سیند د اوبو د حق د احقاق لپاره خپل کار ته دوام ورکړو او په دې زمینه کښې له ټولو دوه اړخیزه او نړیوالو ظرفیتونو څخه استفاده وکړو.
هغه د هامون د نړیوال تالاب د احیا د کاري ډلې د غړیو د علمي او دتخصصي غونډې په څنګ کښې چې د زابل ښار په په ښاروالۍ کښې ترسره شوه زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت د خپل د ژواک چاپیریال د اوبو حق له ګاونډیو هیوادونو څخه په ټینګار سره تعقیبوي او دغه کار د دوه اړخیزه غونډو په چوکاټ کښې د ترسره کیدا په حال کښې دی.
سلاجقه وویل دې ته په پام سره چې ګاونډي هیواد افغانستان د هامون تالاب د اوبو د حق په وړاندې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی دغه تالاب ښه حالت نلري.
د ایران د ژوک چاپیریال د ساتنې د ادارې مشر سلاجقه وویل هغه څه چې ګاونډی هیواد افغانستان یې مطرح کوي دا دي چې موجوده شرایطو د اقلیم یعني د اب وهوا د بدلیدا په وجه دي خو د ایران د ژواک چاپیریال د ساتنې د ادارې اطلاعات وايي چې د افغانستان د طالبانو د حکومت د اعلان پراساس له دریو تر څلور میلیارډه مکعب میټرو پورې اوبه هیرمند سین او بیا د ګودزره په لور بهول شوي دي.
سلاجقه ډاګینه کړه د ایران او د افغانستان د دوو ملتونو کلتوري مخینې او ښه ګاونډیتوب ته په پام سره او دا خبره چې ایران تل د افغانستان ملګری او ملاتړی و او دی د افغانستان له حکومته هیله لرو چې په خپلو نړیوالو ژمنو باندې عمل وکړي.