ایران په سخاوت سره د خارجي وګړو کوربه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121412-ایران_په_سخاوت_سره_د_خارجي_وګړو_کوربه_دی
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په چین سربیره د اوه اویا ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شپږڅلویښتمې غونډې کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار او استازي ټینګار وکړ: ایران د بایکاټونو له مشکلاتو سره سره د خارجي هیوادونو د ښاریزو له سخاوت څخه ډک کوربه و او دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 07:44 Asia/Kabul
  • ایران په سخاوت سره د خارجي وګړو کوربه دی

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په چین سربیره د اوه اویا ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شپږڅلویښتمې غونډې کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار او استازي ټینګار وکړ: ایران د بایکاټونو له مشکلاتو سره سره د خارجي هیوادونو د ښاریزو له سخاوت څخه ډک کوربه و او دی.

د امریکا په نیویارک کښې په چین سربیره د اوه اویا ډلې د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په شپږڅلوښتمې غونډې کښې د ایران استازي او د خارجه وزیر سلاکار اسحاق ال حبیب په دغه غونډې کښې وویل ایران د غیر قانوني اقتصادي یواړخیزه بایکاټونو له ستونزو سره سره د ډیرو خارجي هیوادونو د وګړو له سخاوت څخه ډک کوربه و او دی او په دې زمینه کښې یې له کوم توپیر پرته د خارجي وګړو د زده کړې ، خواړو او د روغتیا لپاره ټول امکانات برابر کړي دي.

ال حبیب زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کښې له تر ټولو زیات افیم تولیدونکي هیواد سره د ګاونډي کیدا په وجه له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په مختلفو ډګرونو کښې له نړیوال او سیمه ییز امنیت سره د مرستې لپاره د زرګونو شهیدانو او د ژوبلو کسانو په شمول ډیر معنوي او دغه راز په میلیارډونو ډالره مادي لګښتونه زغملي دي.

په چین سربیره د اوه اویا ډلې غړیو په یوې بیانیې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د یواړخیزه اقتصادي او تجارتي اقداماتو په سمدستي ډول د ختمیدا غوښتنه وکړه.