ایران کښې ځینې اروپايي سفارتونه د ګډوډۍ هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121432-ایران_کښې_ځینې_اروپايي_سفارتونه_د_ګډوډۍ_هڅه_کوي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت په ګډوډولو کښې د ځینو اروپايي هیوادونو په هڅې باندې نیوکې سره وویل هغوې هڅه وکړه د مهسا امینی مړینه د خلکو د لسمولو لپاره په یوې موضوع بدله کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 12:11 Asia/Kabul
  • ایران کښې ځینې اروپايي سفارتونه د ګډوډۍ هڅه کوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت په ګډوډولو کښې د ځینو اروپايي هیوادونو په هڅې باندې نیوکې سره وویل هغوې هڅه وکړه د مهسا امینی مړینه د خلکو د لسمولو لپاره په یوې موضوع بدله کړي.

احمد وحیدي د ایران له ټیلی ويژن سره په مرکه کښې د مهسا امیني له مړینې وروسته د بلواو په هکله وویل په دغو بلواو کښې یوشمیر منظم شوي ډلې لیدل کیږي چې ودانۍ سوځوي ، هغه ورانوي او تاوانونه رسوي دا یو ډول منظموالی ښي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې خبرې سره چې په دې موده کښې ایران ته د وسلو د راننباسلو لپاره زیاته هڅه وشوه چې ځینې وسلې یې د ایران د استخباراتو وزارت لخوا کشف شوي هم دي وویل له بده مرغه بلواګرو په ښاري ځایونو او تجهیزاتو او دغه راز د امبولاسونو د سوځولو د روغتونونو د سوځولو او د بانکونو د سوځولو په شان اقدامات وکړل او په ځینو موردونو کښې یې هم خلک ووژل.