د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121522-د_امام_رضا_علیه_السلام_د_شهادت_د_کلیزې_تسلیت_ومنئ
نن د صفرې د میاشتې دیرشمه نیټه د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2022 02:19 Asia/Kabul
  • د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

نن د صفرې د میاشتې دیرشمه نیټه د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده

د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت ثامن الحجج علي بن موسی الرضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په شپه په ویر او مات کښې ډوب و

نن د صفرې د میاشتې دیرشمه نیټه د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده.

امام رضا علیه السلام په ۱۴۸ قمري کال کښې په مدینې منورې کښې دنیا ته راغی او د ۲۰۳ قمري کال د صفرې د میاشتې په وروستۍ نیټه شهید کړی شو.

د دغه معصوم امام د ژوند او امامت پړاؤ د عصمت او طهارت اهل بیتو علیهم السلام ته د خلکو د ګروهنې د اوج اخیستو او د رسول ا... مبارک د کورنۍ د ولسي اډو د پراخیدو دوران و.

امام رضا علیه السلام ته د خلکو د ګروهنې په زیاتیدو سره عباسي واکمن مامون په یوې دسیسې سره دوي ته زهر ورکړل او شهید یې کړ.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو ولسونو او په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته په دې اړه تسلیت او تعزیت وایو.