د ایران امنیت له هیڅ یوې موضوع سره نه بدلیږي
د پوځي ماموریّتونو ددرستو لازمو تجهیزاتو په برابرولو کې دغو ځوانو متخصصانو همت او پلانونې اوڅاره نتیجې ورکړي او پخپلو پښو دریدلي یوو، په دې ډول چې اصلا بهرنیو واردونکو ته هیح ضرورت نه لرو او په دغې حوزې په بشبړډول خپلواکه یوو.
د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک قوماندان امیرالبحر علی رضا تنګسیري په تهران کې دیره د نورو هیوادونو له پوځي آتاشو سره په کتنې کې ووئيل ، د هیواد امنیت هیڅکله هم د معاملې وړ نه دی او هرڅوک وغواړي ، دایران امنیت ته کوم تاوان ورسوي ،نو د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوال ځواک له غاښ ماتونکي او پښمانه کونکي ځواب سره به مخ شي.
د سپاه پاسدارانو د سمندری ځواک له ملی ورځې سره په یووخت ، په تهران کې ددیره سفارتونو پوځي اتاشو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک له قوماندان امیرالبحر علیرضا تنګسیري سره کتنه وکړه .
سپاه نیوز خبری سایټ راپور ورکړ، په دغې کتنې کې امیرالبحر تنګسیري ووئیل، نن سبا د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک دمبارزانو په مجاهدت او سمارټ اطلاعاتی کمانډ او د شیبې په شیبې څارنې په اعمالیدا سره په فارس خلیج او عمان سمندرونو کې خوښ امنیت اوثبات ټينګ شوی دی.
دسپاه د سمندری ځواک قوماندان دهیوادونو ترمینځ د متقابلې دوستۍ او سولې په ټينګیدا مشتمل د اسلامی ایران همیشني پیغام ته په اشارې سره ووئيل، دیرغل او حملې پیلیدا هیڅکله هم دا یران د اسلامی جمهوریت په پوځي نظرئې کې ځاي نه لري او ا سلامی جمهوری نظام تل له ملتونو او ګاونډیو هیوادونو سره دوستي اوسوله پخپلې سټراټژيکې ایجنډا کې شامله کړې ده .
هغه د ایران د اسلامی جمهوریت دپه ځان دبسیاینې ، د پوځي تجهیزاتو په تامینولو کې پخپلو پښوددریدا په بیانولو او د پوهاندو او ژمنو ځوان ځواکونو په تربیت کولو سره ووئیل، دپوځي ماموریّتونو ددرستو لازمو تجهیزاتو په برابرولو کې دغو ځوانو متخصصانو همت او پلانونې اوڅاره نتیجې ورکړي او پخپلو پښو دریدلي یوو، په دې ډول چې اصلا بهرنیو واردونکو ته هیح ضرورت نه لرو او په دغې حوزې په بشبړډول خپلواکه یوو.