اروپایان دې د ایران په داخلی چارو کې ګوتې نه وهي
د ایران خارجه وزیر پرون ناوخته د فرانسې له خارجه وزیرې کاترین کلونا سره په ټيلیفونی تماس کې ووئيل،که اروپائي اتحادیه محدودونکی اقدام وکړي،نو تهران به هم متقابل اقدام وکړي.
ایرنا خبری آژانس راپوروورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د فرانسې له خارجه وزیرې سره په خبرو اترو کې د ایران په کورنیو چارو کې د اروپا په مداخلت په سختو نیوکو سره،ددغه بهیر دوام په باب میرمن کاترین کولونا ته خبرداری ورکړ.
د ایران خارجه وزیر پرون ناوخته د فرانسې له خارجه وزیرې کاترین کلونا سره په ټيلیفونی تماس کې ووئيل،که اروپائي اتحادیه محدودونکی اقدام وکړي،نو تهران به هم متقابل اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه ، په دغو خبرواترو کې موافقه وشوه ، دمتقابل ګټې او احترام باید پر اړیکو واکمن شي.
دا په داسې حال کې دي چې په ایران کې په وروستیو بلواؤ کې چې د مهسا امیني له مړینې وروسته رامینځة شوي ،بریتانیا،فرانسې اوجرمني له بلوه ګرو څخه په ملاتړ کې ډګر ته شوي او په دې لړ کې ئې نه یوازې ګوت وهونکي اعلامیې صادرې کړي ،بلکې د ایران په ضد ئې دبندیزونو دلګولو خبرې هم کړي دي او په دې مینځومیان کې ئې ځيني اقدامات هم کړي دي .
د جرمني دخارجه وزارت یوې سرچینې هم په دې زمینې کې وئيلي دي ،جرمني ،فرانسې،ډنمارک،اسپانیا،ایټالیا اوچک جمهوریت د ایران په ضد داروپائي اتحادئې دبندیزونو دلګولو لپاره شپاړس وړاندیزونه مخکې کړي دي او ټاکل شوې ده ، د اروپائي اتحادئې د خارجه وزیرانو په راتلوکي ناستې کې په دې اړه بحث وکړي.
داروپائي اتحادئې دغه وروستۍ پریکړه لیک دا یران دخارجه وزارت د ونیدوي ناصر کنعاني له سخت غبرګون سره مخ شوې او دغه پریکړه ئې بې ارزښته او مردوده بللې او وئيلي ئې دي ، چې که اروپائي اتحادیه کوم اقدام وکړي ،نو دایران له خوابه هم سخت ځواب وویني .