د دښمنیو علاج اودریدنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122208-د_دښمنیو_علاج_اودریدنه_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیت پرکې بلواوې د ایران د ولس د سترو او نوښتي خوځښتونو او پرمختګونو په وړاندې د دښمن کمزورې او نیمګړې طراحي وبلله او ویې ویل: د دښمنیو د علاج لاره، مقاومت او اودریدنه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2022 12:15 Asia/Kabul
  • د دښمنیو علاج اودریدنه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیت پرکې بلواوې د ایران د ولس د سترو او نوښتي خوځښتونو او پرمختګونو په وړاندې د دښمن کمزورې او نیمګړې طراحي وبلله او ویې ویل: د دښمنیو د علاج لاره، مقاومت او اودریدنه ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د نظام د مصلحت پیژندنې د ټولنې د نوي پړاؤ د مشرا او غړو په کتنه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په وروستیو پیښو کښې د دښمن رول او دخالت ټولو ته او حتی بهرنیو بې پلوه نظر خاوندانو ته روښانه او په ډاګه شو، زیاته کړه: دا پيښې یوه خودجوشه کورنۍ موضوع نه ده، البته ممکنه ده چې له ځینو زمینو یې ګټه پورته کړې وي خو د تبلیغاتو، د فکري اغیز شیندنې لباهر د کوشش، د هیجان د رامینځته کولو، لمسون او حتی د اور بلونکو موادو د لاروچارو د ښودلو په شان د دښمن اقدامات اوس بیخي واضح او څرګند دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې پيښو کښې مهم ټکی «د دښمن حرکت غولونکی او راپارونکی» وباله او څرګنده یې کړه: د ایران ولس په ډیر لږ وخت کښې داسې ستر حرکتونه ترسره کړل چې د نړیوال استکبار د سیاستونو ۱۸۰ درجې اپوټه وو او هغوي غبرګون ښودلو ته مجبور شول او په هم دې چوکاټ کښې یې په پلاننګ او د پيسو په لګولو سره د امریکا، اروپا او د نړۍ د ځینو نورو سیمو د ځینو سیاسستوالانو په شمول یوشمیر کسان میدان ته راوستل.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمایل: دغو سترو خوځښتونو وښودله چې د ایران ولس پر دې سربیره چې تاند، متدین او په دیني مسائلو او ارزښتونو باندې پابند دی او هیواد هم خپل مخ په وړاندې حرکت په ګړندیتوب سره جاري ساتي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اربعین په لاریون کښې د ځوانانو میلیوني شتون او مؤمنانه حرکتونه د ایران د ولس د تدیّن، دین باورۍ او سترو خوځښتونو یوه نمونه وبلله او زیاته یې کړه: په حقیقت کښې نوښت د ایران د ولس په لاس و او دښمن د بلواؤ لپاره د بې عقلۍ او نیمګړو غبرګونونو او پلاننګ ته مجبور شو.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي څرګنده کړه: تر څو پورې چې د ایران ولس د اسلام بیرغ په لاس کښې نیولی وي او له اسلامي نظام سره مل دی، دغه دښمنۍ به په مختلفو شکلونو دوام ومومي او د علاج یوازنۍ لاره یې هم اودریدنه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: مونږ د پریکنده بریالیتوب په هکله د خدای تعالی په وعدې یقین لرو او الهي مرسته به خامخا له مونږ سره وي.