جرمني باید په خپلو ریاکارو کړچارونو وشرمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122466-جرمني_باید_په_خپلو_ریاکارو_کړچارونو_وشرمیږي
فارس خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شارډز افیر د جرمني د سفیر چټي خبرو ته په غبرګون کښې د جرمني د تیریو مخینې او اټومي تړون ته د دغه هیواد نه پاې بندۍ ته اشاره وکړه
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 19, 2022 03:29 Asia/Kabul
  • جرمني باید په خپلو ریاکارو کړچارونو وشرمیږي

فارس خبري اژانس راپور راکړی په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شارډز افیر د جرمني د سفیر چټي خبرو ته په غبرګون کښې د جرمني د تیریو مخینې او اټومي تړون ته د دغه هیواد نه پاې بندۍ ته اشاره وکړه

او ویې ویل جرمني په دغه مخینې سره د یوه متمدن  ملت د سزا کولو خبره کوي ! جرمني باید په خپل ریاکار کړچار شرم وکړي.

په لندن کښې د جرمني سفیر میګل برګر په یوه ټویټر پیغام کښې د اوکراین په جنګ کښې روسیې ته د ایران د وسله والو مرستو په هکله د بې اساسه تورونو په لګولو سره د ډیرو بندیزونو په لګولو سره د ایران د سزا کولو غوښتنه کړي ده.

د ایران پرضد د جرمني د دغو بې اساسه تورونو لګول په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په ځلونو د اوکراین په جنګ کښې کوم لوري ته د وسلو استول رد کړي دي.

په بریتانیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شارډز افیر سید مهدي حسیني د جرمني د سفیر میګل برګر چټي خبرو ته په غبرګون کښې چې روسیې ته د ایران د وسله والو مرستو په هکله د بې اساسه ادعا په کولو سره یې په ایران باندې د ډیرو نورو بایکاټونو د لګولو غوښتنه کړي وه وویل جرمني د تیریو په زیاتې مخینې سره د یوه متمدن ملت د سزا کولو خبره کوي.!

مهدي حسیني په دې خبرې سره چې په ایران بې اساسه تورونه لګول شوي دي وویل له نورو هیوادونو سره د ایران قانوني خارجي اړیکې له نورو سره هیڅ ارتباط نلري او هغه د مداخلې وړ نه دي.