په سیمه کې د پردیو د فوځي حضور ضرورت نه شته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122674-په_سیمه_کې_د_پردیو_د_فوځي_حضور_ضرورت_نه_شته
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان تاکید وکړ چي په سیمه کې د پردیو د فوځي حضور ضرورت نه شته او د دښمن هر ډول تېری به د متقابل ګوزار سره مخامخ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2022 07:51 Asia/Kabul
  • په سیمه کې د پردیو د فوځي حضور ضرورت نه شته

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان تاکید وکړ چي په سیمه کې د پردیو د فوځي حضور ضرورت نه شته او د دښمن هر ډول تېری به د متقابل ګوزار سره مخامخ شي.

د اسلامي انقلاب د سمندري ځواکونو قومندان سردار علیرضا تنګسیري العالم سره په مرکه کې وویل: د ایران له ۳۲ لویو کښتیو څخه چي په نړیوالو اوبو کې حضور لري، ساتنه کوو، همدارنګه سره سمندر او عربي سمندر هم په دې وروستیو کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د عملیات ساحې ته ورزیات شوي، مونږ په یادو سیمو کې د ایراني کښتیو د اسکورټ مسئولیت په غاړه لرو.

سردار تنګسیري د دې په بیانولو چي فارس خلیج د ایران او د سمندر د غاړې د جنوبي هیوادونو پوري تړاو لري، وویل: مونږ د سیمې هیوادونو ته د ورورګلوی لاس غځولی لیکن ځینې هیوادونه اپوته چلند کوي.

هغه یادونه وکړه چي د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په خپلو سمندري مانورو کې له ملګرو هیوادونو منجمله د عراق، قطر او عمان څخه د ګډون غوښتنه کړې او د یادو هیوادونو په مانورو کې هم برخه اخیستې ده.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو عمومي قومندان وویل: دښمن او نړیوال زور ویونکی د خپلو فوځي تجهیزاتو د خرڅولو لپاره، د دښمن جوړولو سیاست کوي، که په سیمه کې دښمني نه وي، نو پردیو فوځيانو ته ضرورت نه شته او هیڅ یو هیواد ورڅخه هرکلی نه کوي.

دا په داسي حال کې دی چي د سعودي عرب په شمول د سیمې یو شمېر هیوادونو په فارس خلیج کې د امریکې د فوځي حضور څخه هرکلی کوي.

د سپاه سمندري ځواک په ۱۳۶۰ لمریز کال کې په فعالیت پیل کړ او په څلور کاله وروسته د اسلامي انقلاب د لوی بنسټګر حضرت امام خمینی ره په حکم سره، د سپاه د سمندري ځواک په توګه رسمي شو.

فارس خلیج ۲۵۰ زره مربع کیلومټره پراختیا لري، د هرمز له تنګی څخه بیا تر فارس خلیج پورې د ایران د سمندري حدودو څخه ساتنه د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو اصلي دنده بلل کیږي.