ورځپاڼو ته کتنه
عزیزانو نن د ایران چاپ ورځپاڼو په عربستان کې له یو ماشوم د اعدام له حکم نیولې بیا د بایډن تر وېناو پورې مختلفو موضوعاتو باندې کتنې کړې دي.
دغه ورځپاڼه په خپل لومړۍ پاڼه کې د بیلابېلو مسایلو تر څنګ په عربستان کې د سعودی د رژیم له لوري د یوه ماشوم لپاره د اعدام د حکم د صادرېدو زړه بوږنوونکی خبر ته انعکاس ورکړی دی. ورځپاڼه لیکی: د سعودي رژیم د عربستان د خلګو په حق کې د خپلو جنایتونو په دوام کې د عبدالله الحویطي په نامه یو ۱۳ کلن زلمې یې په اعدام محکوم کړی دی.
د سعودي رژیم د محکمې له لورې دغه غیرقانوني او غیر بشري حکم د طایف د ښاریزو او د بشري حقوقو او د آل سعود د مخالفانو سختې نیوکې پارولي دي چي د ورځپاڼې په وېنا کارپوهان دغه ډول بې رحمانه ځپنې او وژلې د سعودي رژیم د نابودی له نښو څخه بولي. ورځپاڼه زیاتوي چي ګڼ شمېر نړیوالې ادارې په سعودي رژیم باندې د سملاسي او سختو فشارونو غوښتونکي دي خو امریکا او اروپایي هیوادونو چي ځانونو د بشري حقوقو ساتونکي بولي، د سعودي د رژیم په جنایاتونو سترګې پټوي، او په دې رژیم باندې د ملګرو ملتونو له لورې د هر ډول فشار او پریکړې مخنیوی کوي.
کیهان په دوام کې لیکي چي په اعدام باندې د یو ۱۳ کلن زلمي محکومول په عربي نړۍ کې غبرګونونه پارولي او له دې جملې څخه د یو عرب کاریکاټوریست له غبرګون ته اشاره کړې چي د یو کاریکاټور په انځورولو سره د سعودي رژیم ولیعهد بن سلمان په لاس کې یوه چړه ورکړې او هغه یې د یو ماشوم د سر د غڅولو پر مهال ښودلی دی.
ورځپاڼه په یو بل مطلب کې په امریکا کې د کنګرس د مینځ مهاله ټاکنې او په اکراین باندې د هغه د اثراتو په هکله لیکنه کړې ده،.
ورځپاڼه زیاتوي په داسي حال کې چي اکراین روسیې سره جنګ ته د دوام ورکولو لپاره د امریکې بې حده مالي، فوځي او استخاباراتي مرستو ته ضرورت لري، په امریکا کې جمهوري پال استازي ویلي چي که د کنګرس د اکثریت رایه تر لاسه کړي نو به اکراین ته د هر ډول مرستو مخنیوی وشي.
د ورځپاڼې په وېنا، د جورجیا د ایالت استازې مارجري ټېلور په یوه ټاکنیزه غونډه کې خلګو ته ویلي چي که جمهوري پال ګوند په کنګرس کې اکثریت تر لاسه کړي نو اکراین د یوه ډالر د ورتلو اجازه به هم ور نه کړي، هغې همدارنګه په ډیموکراټانو نیوکې کړي چي د امریکې د داخلي ستونزو د هوارولو پر ځای په اکراین باندې پیسې لګوي.
ورځپاڼه د مطلب په پای کې په اروپا کې بې سارې اقتصادي بحران او امریکې او برتانیې کې د توکو د بیې لوړېدا او ورته نورو مسایلو ته په اشارې سره وایي چي امریکا او ورسره ملګرو یې له اکراین څخه د ملاتړ په دوام کې بې وسه شوي دي.
اوس هم راځو د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ته
دغه ورځپاڼې په یو خبر کې لیکي چي د عراق حشدالشعبي ځواکونو د ایران د اسلامي جمهوریت له سرحدونو سره نژدې د داعش د ترهګرې ډلې په ځالې باندې پراخ راکټي بریدونه کړي دي.
ورځپاڼه د حشدالشعبي د یوې سرچینې په حواله زیاتوي: د داعش د ترهګرې ډلې دغه پاته شونې د ایران له سرحدونو سره نژدې د دیالې په ولایت کې پټ شوي وه.
د خبر په دوام کې راغلې چي د عراق د حشدالشعبي د ځواکونو یو قومندان محمد التمیمي هم دغه خبره تائید کړی او المعلومې خبري ویپاڼې ته ویلي چي د حشدالشعبي د راکټي او ټوپونو کنډک د ایران سرحد ته څېرمه د عین لیله په لوړو کې د داعش پټنځایونه یې په نښه کړي او له مینځه یې وړي دي.
دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې په صهیونیستي رژیم کې د نتانیاهو د واکمنېدو د تاوتریخجنو پایلو په هکله د فلسطینیانو اندېښنو ته انعکاس ورکړی دی. خبر کې راغلې چي فلسطیني ډلې تاکید کوي چي د نتانیاهو په واکمنېدو سره به، د فلسطین په ضد د صهیونیستي رژیم له لوري جنایات او تاوتریخوالې څو چنده شي
د ورځپاڼې له راپور سره سم، منذر الحایک د فتح د غورځنګ ویاند وویل: کله د اسرائیل ټولنه داسي تندلارو ته رایه ورکوي چي د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې بې شماره جنایتونه کړي، د دې ښودنه کوي چي د اسرائیل ټولنه هم یوه سرزورې او افراطي ټولنه ده. همدارنګه ورځپاڼې د حماس د غورځنګ د ویاند حازم قاسم وېناو ته هم انعکاس ورکړې چي یې ویلي: د اسرائیل ټولنه تر ټولو افراطي او توکمپاله سیاستوال یې ټاکلی څو فلسطین سره مقابله وکړي، دا په دې معنا چي مونږ له یوې لویې ننګونې سره، مخامخ یو.
جوان ورځپاڼه
د تهران چاپ جوان ورځپاڼې سردبیر په یو یادښت کې لیکي: د امریکا ولسمشر جوبایډن په ناپامي کې د ټوئیټر او ټولنیزو رسنیو په اړه یوه حقیقت اشوا کړه. د ورځپاڼې سردبیر غلامرضا صادقیان زیاتوي: کله چي د ټوئیټر او اینسټاګرام په څېر ټولنیزې رسنۍ دنیا ته راغلل، د اړیکو او ارتباطاتو پوري اړوند ماهرینو د خبرداری په ورکولو سره، دغه ټولنیزې رسنۍ یې بې سردبیره رسنۍ او بشري ټولنې او په ځانګړې توګه حکومتونو لویه خطره وباله. د صادقیان په وېنا اوس دغه مساله د امریکې د ولسمشر له لورې مطرح شوی او بایډن له ټوییټر څخه د داسې یوې رسنۍ په توګه یادونه کوي چي مدیر مسئول نه لري او په نړۍ کې دروغ او ناسم اخبار خپروي.
د جوان د ورځپاڼې سردبیر لیکي، د بایډن اندېښنه د هغه د حزبي او شخصي ګټو د امله دي، ځکه چي ټوییټر کې د سعودي رژیم زیاته پانګونه کړې او ټرامپ یو ځلې بیا په ټوییټر کې فعالیت پیل کړی دی چي دا په ټاکنو کې ډیموکراټانو لپاره ناوړه پایلې درلودلایشي.
صادقیان وایي په داسي حال کې چي ټوییټر،ایسنټاګرام او نورې ټولنیزې رسنۍ په ایران کې بلواو ته لمن وهي، که د امریکې ولسمشر جوبایډن په دماغي کمزورتیا نه وای مبتلا، نو دغه خبره یې نه اشوا کوله چي دغي رسنۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دروغ خپروي او پروپاګن کوي.
موزیک
اوس راځو د کابل ورځپاڼو ته، که څه هم کابل کې د ورځپاڼو چاپ بند شوی لیکن یو نیم ورځپاڼې خپل مطالب په انلاین ډول خپروي.
په سرکې راځو د کابل اطلاعات روز ورځپاڼې ته چي د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملابرادر په حواله لیکي: نړيوال په افغانستان کې د بيا رغونې مخه نيسي
ورځپاڼه زیاتوي: د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي، نړيوال هڅه کوي چې د فشار له لارې هرڅه سم کړي او نه پریږدي چې افغانستان پرمختګ وکړي.
اطلاعات روز وایي چي ملابرادر ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي نړيوال غواړي د فشارونو راوستلو له لارې په دوی باندې خپل شرطونه ومني چې په خبره یې دا يوه سمه لار نه ده. هغه همداراز زیاته کړه: «نړيوال نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي دوی په دې بوخت دي چې د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي، خو دغه سمه لار نه ده ځکه په دې ډول زموږ د حکومت او نړیوالو ستونزې نه حل کېږي.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، ملابرادر داسې مهال ارزګان ولایت ته سفر کوي چې تر دې وړاندې د ارزګان ولایت خلکو شکایت کوه چې د طالبانو سرپرست حکومت دوی له پامه غورځولي او د بیا رغونې په برخه ورته ځانکړې پاملرنه نه کوي.
هشت صبح
د کابل هشت صبح ورځپاڼې هم د طالبانو د روغتیا وزارت د چارواکو خبرداری ته انعکاس ورکړی دی چي یې ویلي: د عامې روغتیا وزارت پروګرامونه باید له شریعت څخه زموږ له دقیق تفسیر سره یو شان وي
د ورځپاڼې له راپور سره سم، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مرستیالۍ سرپرست محمد حسن غیاثي، ویلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ددې ډلې له لوړپوړو چارواکو روښانه کړنلاره ترلاسه کړې ترڅو خپل پروګرامونه له شریعت څخه د طالبانو له دقیق تفسیر سره مطابقت ولري.
هشت صبح همدارنګه په دوام کې زیاتوي د هغې نوې تګلارې له مخې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخوندزاده له خوا وړاندې شوې، د ښځو درملنه باید د ښځينه روغتیايي کارکوونکو له خوا وشي.
ورځپاڼه په دې مسالې باندې په نیوکي سره لیکي: دا په داسې حال کې دي چې طالبانو پر افغانستان له واکنېدو وروسته یې ډېری نجونې د زده کړو له دوامه منع کړې او زیات شمېر مېرمنې یې هم په دولتي بنسټونو کې له کار کولو بې برخې کړې دي.