ولسمشر رئیسي د تهران-آستانه د اړیکو پیاوړتیا ته هیله مند دی
د ایران ولسمشر له خپل قزاقستاني همرتبه سره په خبرو کښې وویل: د تهران او آستانه اړیکې تل مخ په ودې پاتې شوي او هیله لرم چې د دواړو هیوادونو تعاملات او مناسبات له مخکښې نه زیات پیاوړي شي.
د ایران ولسمشر له خپل قزاقستاني همرتبه سره په خبرو کښې وویل: د تهران او آستانه اړیکې تل مخ په ودې پاتې شوي او هیله لرم چې د دواړو هیوادونو تعاملات او مناسبات له مخکښې نه زیات پیاوړي شي.
سید ابراهیم رئیسي بیګا ماښام د قزاقستان له ولسمشر قاسم ژومارت توکایف سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د هغه د بیا غوره کیدو په مبارکۍ سره وویل: د تهران او آستانه اړیکې تل مخ په ترقۍ دي او هیله لرم چې ستاسو د ولسمشرۍ په دې نوي پړاؤ کښې د دواړو هیوادونو راکړې ورکړې او تعلقات لا پياوړي شي.
ولسمشر رئیسي د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمینځ په ګڼو ملاقاتونو کښې شویو موافقو ته په اشارې سره وویل: د تهران-آستانه د ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن اتلسمه غونډه به ډیره زر ترسره شي چې د خپل مینځي موافقو د اجرا او د دواړو هیوادونو د اړیکو په تیره بیا په اقتصادي ډګر کښې یې د اړیکو د سویې د لوړولو په لړ کښې به ګټه ورې او اغیزناکې پایلې ولري.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توکایف هم خپل هیواد ته د ایران د ولسمشر له ښه نظره په مننې سره ټینګار وکړ چې ایران د قزاقستان ښه ګاونډی او صمیمي ملګری دی او دواړه هیوادونه د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره ډیرې زمینې لري.