بریتانیا باید د خپلو خلکو ستونزو ته پام وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124040-بریتانیا_باید_د_خپلو_خلکو_ستونزو_ته_پام_وکړي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د بریتانیا واکمنانو ته سپارښتنه وکړه خپل توان په ایران باندې د تور د لګولو پرځاې د خپل هیواد د خلکو پراخو غوښتنو ته د توجه کولو او په خپل حکومت کښې د ثبات د رامینځته کولو او د مسلمانانو او د مهاجرانو پرضد د ظلم او د توپیر د ختمولو لپاره وکاروي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2022 23:57 Asia/Kabul
  • بریتانیا باید د خپلو خلکو ستونزو ته پام وکړي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د بریتانیا واکمنانو ته سپارښتنه وکړه خپل توان په ایران باندې د تور د لګولو پرځاې د خپل هیواد د خلکو پراخو غوښتنو ته د توجه کولو او په خپل حکومت کښې د ثبات د رامینځته کولو او د مسلمانانو او د مهاجرانو پرضد د ظلم او د توپیر د ختمولو لپاره وکاروي.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلی یوځل بیا د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره په ایران کښې د بلواو په ملاتړ کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره په تهران تور ولګاوه او ویې ویل داسې رژیم چې په ظالمانه ډول د خپل کور دننه خپل خلک ځپي په پریکنده توګه په خارج کښې زمونږ د دوستانو او هم تړونه هیوادونو لپاره ګواښ دی.

په همدې لړ کښې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون د ایران د کورنیو  بدلولونو  ، له اټومي انرژۍ د سوله ییز ګټې اخیستې په زمینه کښې د ایران حقوقو او د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ییز رول په  هکله د انګلستان د خارجه وزیر لاسوهونکو او له وهم څخه ډکو څرګندونو ته غبرګون وښود او دغه لاسوهونکي او له وهم څخه ډکې څرګندونې یې په کلکه وغندلې او هغه یې رد کړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر  کنعاني چافي زیاته کړه انګلستان او ځینې اروپايي هیوادونه چې باید د ایران د ملت پرضد د خپل بشره ضده اقداماتو په هکله ځواب ورکړي او په نړیوالو ټولنو کښې  ګرم وپیژندل شي بې شکه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بشري حقوقو د تورونو او د ادعاګانو د مطرح کولو لپاره هیڅ ډول اخلاقي صلاحیت نلري.

هغه وویل بریتانیا په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول په هکله د بې اساسه او د تکراري تورونو د لګولو پرځاې ښه خبره ده چې د سیمې د هیوادونو ترمینځ له تفرقې اچولو ، د سیمې په ځینو عربو هیوادونو باندې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د مرګرنو وسلو د خرڅولو په خاطر د بشریت پرضد جنایت کښې له ګډون کولو لاس واخلي او د سیمې سوله او ثبات د سیمې هیوادونو ته ورورسپاري.