اسلامي ایران کښې اوس هم د جرمني شرکتونه شته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124320-اسلامي_ایران_کښې_اوس_هم_د_جرمني_شرکتونه_شته
د ایران او د جرمني د ګډې کوټې مشر عباسعلي قصاعي په ایران کښې د جرمني د سترو شرکتونو د شتون د دوام خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 02, 2022 11:56 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران کښې اوس هم د جرمني شرکتونه شته

د ایران او د جرمني د ګډې کوټې مشر عباسعلي قصاعي په ایران کښې د جرمني د سترو شرکتونو د شتون د دوام خبر ورکړ.

هغه له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د جرمني ستر شرکتونه په رسمي ډول په ایران کښې شتون لري او له ایران څخه خارج شوي نه دي زیاته کړه که څه هم د جرمني د شرکتونو  اړیکې او تجارت کم شوی دی خو دغو شرکتونو د تجارتي اړیکو د ښه کیدا په هیله په  ایران کښې خپل شرکتونه او کسان حفظ کړي دي او د ښو ورځو په انتظار دي.

د ایران او د جرمني د ګډې کوټې مشر عباسعلي قصاعي ډاګینه کړه څو کاله کیږي چې جرمني نور د ایران لومړنی تجارتي شریک نه ګڼل کیږي او چین ، متحده عربي امارات او عراق له ایران سره د تجارت زیاته ونډه لري خو اوس هم د جرمني ډیر شیان د دریمګړو شرکتونو له لارې ایران ته راځي.

هغه د ایران او د جرمني په تجارتي اړیکو کښې د سیاسي دریځونو او مسائیلو اغیز ته په اشارې سره وویل د جرمني نوی حکومت یو ائتلافي حکومت دی او د تیرو شلو کلونو په اپوټه له کیڼ پالو، لیبرال ، سوشل او شنو سیاسي ګوندونو  څخه جوړ دی او تجروبې ښودلي ده چې دغه سیاسي ګوندونه د ټولنیزو مسائیلو په هکله حساس دي او دغه چاره سبب کیږي چې د ایران په ځینو ښارونو کښې وروستۍ ناکراریانې د جرمني په رسنیو کښې د تیر وخت په نسبت زیات انعکاس ولري او طبیعي خبره ده چې د جرمني حکومت او خلک د دغو پیښو په  هکله دریځونه غوره کړي.

د ایران د وروستیو پیښو په هکله د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ځانګړي غونډې د ترسره کولو لپاره د جرمني د حکومت مخکښ توب او د جرمني د چارواکو د بې اساسه، بې بنسټه او د لاسوهونکو  څرګندونو تکراریدا د دواړو هیوادونو د اړیکو د سړیدا سبب شوي دي.