د اسلامي انقلاب ستر لارښود د کلتوري کمزورتیاو په پیژندلو ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضریت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل: د کلتوري انقلاب لوړه شورا باید په بیلابیلو ډګرونو کښې د غلطو کلتوري چارو او د کمزورتیاو په دقیق ډول پیژندلو او څارلو سره د صحیح او ښو چارو د دودولو لپاره عالمانه حل لارې وړاندې کړي.
د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله خامنه اي پرون د کلتوري انقلاب د لوړې شورا له غړیو سره په کتنه کښې د هیواد کلتوري هدایتول د دغه شورا اصلي رول او شان وباله او د ایران د کلتوري جوړښت په انقلابي بیا رغونې یې ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د رسمي ادارو د کلتوري هدایت روده د ولسي تشکلونو له کلتوري هدایت سره متفاوته ده وویل د کلتوري انقلاب لوړه شورا کولای شي د زرګونو ولسي تشکلونو په صحیح هدایت سره چې په بیلابیلو کلتوري او پراخو کارونو کښې فعالیت لري په کلتوري مقولو کښې د عمومي حرکت د بڼه د خپلیدا سبب شي.
هغه حضرت له اسلامي انقلاب څخه مخکې د ایران په ټولنه باندې د واکمنې یوې غلطې چارې په توګه «مونږ کولای شو» کلتور ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي انقلاب په خلاقیت او ابادونې او خلاقانه حرکتونو سره دغه ذهنیت په سوکه سوکه ډول بدل کړ چې نتیجه یې د ایران د متخصصانو لخوا د ډیمونو ، د بریښنا کوټونو د لویو لارو د تیلو او د ګازو د صنایعو د تجهیزاتو په شان د سترو کارونو د ترسره کیدا او د ډیرو بیخ بنایانو جوړول وو.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود لویدیځ ته د لیوالتیا کلتور او حتی له لویدیځو لغتونو استفاده په ټولنې باندې د واکمن غلط کلتور یو بل مورد وباله چې اسلامي انقلاب د دغه غلط کار د بدلولو او په لویدیځ باندې د اعتراض په کلتور باندې د هغه د بدلیدا سبب شو.
حضرت ایت الله خامنه اي له ځان څخه د تیریدا او سرشیندنې کلتور ته د ځان د خوښولو او د شهرت د کلتور بدلیدل د ایران د خلکو په شخصي ژوند باندې د اسلامي انقلاب د کلتوري اغیز بیلګه وبلله او ویې ویل د ډیرو غلطو بنسټونو له بدلیدا سره سره خو بیلابیل عوامل د وخت په تیریدا سره د انقلاب د یرغلیزې روحیې د کمزوري کیدا سبب کیږي چې باید دغه موضوع په جدي ډول وڅارل شي چې دوباره غلط بنسټونه راڅرګند نشي.
هغه حضرت وویل د فعالو ځوانانو او د انقلاب د فکري بنسټونو په مرستې سره یوځل بیا انقلابي روحیه او کلتور نوی کړو او یو ستر کلتوري حرکت رامینځته کړو.