ایران د ځمکنۍ بشپړتیا په هکله له چا سره ټوکه نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124700
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا نائب رئیس په دې خبرې سره چې درې ګوڼه جزیرې په مطلق ډول د ایران د اسلامي جمهوریت دي ټینګار وکړ ایران د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا پر سر له هیڅ هیواد سره شوخي نلري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 11, 2022 12:08 Asia/Kabul
  • ایران د ځمکنۍ بشپړتیا په هکله له چا سره ټوکه نلري

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا نائب رئیس په دې خبرې سره چې درې ګوڼه جزیرې په مطلق ډول د ایران د اسلامي جمهوریت دي ټینګار وکړ ایران د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا پر سر له هیڅ هیواد سره شوخي نلري.

د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا غړیو هیوادونو او چین د خپلې درې څلویښتمې سرمشریزې چې په ریاض کښې وشوه  په پاییزې بیانیې کښې یوځل بیا د ایران د دریو جزیرو په هکله د متحده عربي اماراتو تکراري ادعا مطرح کړه.

د ایران د اسلامي شورا نایب رئیس علي نیکزاد په ننۍ ښکاره غونډې کښې په دې خبرې سره چې ایران له دې خبرې سره چې د جمال خاشقچي قاتل ، د داعش معنوي پلار او د امریکا د شیدو غوا(عربستان) د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره تجارتي تړون لاسلیک کړي هیڅ مشکل نلري وویل تهران هیڅ هیواد ته دغه حق نه ورکوي چې د اقتصادي اړیکو په سیوري کښې د ایران د دریو جزیرو په هکله لافې ووهي.

نیکزاد په دې خبرې سره چې په دریو جزیرو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د مطلقې واکمنۍ ثابیتیدل حتی د ملګروملتونو سندونو او د نړیوالو تړونونو او حقوقو باندې غور کولو ته ضرورت نلري وویل لږ شان د نړۍ زړو نقشو په لیدو او د میوزیمونو په کتلو سره کافي ده چې ثابته شي چې دلته فارس خلیج دی نه یو ټکی کم او نه یو ټکی زیات او دغه درې جزیرې بو موسی ، ستر تنب او کوچنی تنب  په مطلق ډول د ایران د اسلامي جمهوریت دي.

د ایران د اسلامي شورا نائب رئیس علي نیکزاد د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت سیاست نه سلطه پال او نه سلطه منونکی وباله او ویې ویل له ګاونډیو هیوادونو سره د ښه ګاونډيتوب سیاست تل د ایران د اسلامي جمهوریت په خارجي سیاست کښې د یوه  ثابت اصل په توګه مطرح دی او د ایران اسلامي نظام ثابته کړي ده تل د خپلو ګاونډیو هیوادونو لپاره یو ستر ملاتړی او  یو دوست و او دی.