د مولوي عبدالواحد ریګي د ټرور عامل ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124832
تسنیم خبري اژانس د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د اهل سنتو د یوه عالم مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت د عامل د نیولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 14, 2022 04:17 Asia/Kabul
  • د مولوي عبدالواحد ریګي د ټرور عامل ونیول شو

تسنیم خبري اژانس د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د اهل سنتو د یوه عالم مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت د عامل د نیولو خبر ورکړ.

د ایران امنیتي ځواکونو د سیستان و بلوچستان د اهل سنتو د  امام حسین علیه السلام د جومات  د جمعې لمانځه خطیب مولوي عبدالواحد ریګي د شهادت عامل ونیوه.

د ایران د سیستان وبلوچستان ولایت د خاش سیمې د اهل سنتو د حضرت امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې لمانځه خطیب مولوي عبدالواحد ریګي چې د سیمې او د ایران د بلوچستان سیمې یو مهم مولوي و په تیرې پنجشنبې ورځ ناپيژاندو کسانو وتښتوه او بیا یې شهید کړ.

مولوي عبدالواحد داسی سړی و چې ارامښت ته د خلکو په وربلو او د سولې په لړ کښې یې اغیز شیندونکی رول لرلی.