بندیزونو د ایران د تالاسمي ناروغانو مشکلات زیات کړي
د ایران د خواړو او د درملو د ادارې مشر سید حیدر محمدي ټینګار وکړ بایکاټونه د تالاسمي ناروغانو لپاره د مشکلاتو اصلي عامل دي.
د امریکا او له سپینې ماڼۍ سره د غږمله حکومتونو غیر انساني بایکاټونو په ایران کښې د بیمارانو لپاره زیات مشکلات رامینځته کړي دي.
د ایران د خواړو او د درملو د ادارې مشر سید حیدر محمدي د هیواد دننه د تالاسمي ناروغانو د خوراکي درملو د جوړولو د کارخانې په فعالیت کښې د تالاسمي بیمارانو د درملو د جوړونکو خارجي شرکتونو د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره د دغو ناروغانو د درملو د تامینولو په مشکلاتو او بایکاټونو ته له اړونده قوانینو څخه د خارجي هیوادونو په پیروۍ کولو نیوکه وکړه.
محمدي وویل که څه هم ټاکل شوي وه چې د سویزرلینډ شرکت د تالاسمي درمل په ایران کښې تولید کړي او ایران هم ستره پانګونه کړي وه خو له پانګونې دوه کاله وروسته یې وویل چې ایران ته لومړي مواد نه ورکوي.
هغه وویل د سویزرلینډ شرکت تل ایران ته د تالاسمي د درملو په استولو کښې مشکل رامینځته کړی دی او داسی شرکت دی چې تل د امریکا د بایکاټونو پیروۍ کوي.