له تهران سره د اړیکو په پراختیا د عشق اباد ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125182-له_تهران_سره_د_اړیکو_په_پراختیا_د_عشق_اباد_ټینګار
رشید مرادف په دغو خبرو کې د راتلونکی میلادی کال په لومړیو کې د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن د ترسره کولو لپاره د دواړو هیوادونو موافقې ته په اشاری سره وویل هیواد یې له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نلري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2022 13:05 Asia/Kabul
  • له تهران سره د اړیکو په پراختیا د عشق اباد ټینګار

رشید مرادف په دغو خبرو کې د راتلونکی میلادی کال په لومړیو کې د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن د ترسره کولو لپاره د دواړو هیوادونو موافقې ته په اشاری سره وویل هیواد یې له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نلري

د اسلامي ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان او د ترکمنستان خارجه وزیر رشید مرادف په ټیلي فوني خبروکې د دوه اړخیزه ملګرتیاواو همداراز سیمه ایزو بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه .

رشید مرادف په دغو خبرو کې د راتلونکی میلادی کال په لومړیو کې د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن د ترسره کولو لپاره د دواړو هیوادونو موافقې ته په اشاری سره وویل هیواد یې له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نلري . د ترکمنستان خارجه وزیر همداراز د اسلامي ملګرتیا او اکو تنظیمونوپه شمول په  نړیوالو ټولنو کې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې مهمې وبللې . رشید مرادف همدراز په شاهچراغ حرم کې د ترهه ګرې پیښې په بیا غندلو سره  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینه کی له اسلامی ایران سره د ملګرتیا لپاره د خپل هیواد چمتووالې اعلان کړ .

د اسلامي ایران خارجه وزیر هم له خپل ترکمنستاني ّهمڅنګ سره په خبرو کې په ملګروملتو کی د دغه هیواد بی پلویتوب داعلان د کلیزې د مبارکی ویلو په ترڅ کې په مختلفو حوزو کې د تهران او عشق اباد د ملګرتیاو په پراختیا په ټینګار سره د ټرانزیټ ، ټرانسپورټ او د اسلامی ایران له لارو د ترکمنستان د ګازو د انتقال موضوګانې مهمې وبللې .

دې ته په پام سره چی د مرکزی اسیا پینځه جمهوریتونه یعنی ترکمنستان ، تاجیکستان ، قزاقستان ، ازبکستان او قرقیزستان په وچه کې محصور دي او نړیوالو ازادو او ګرمو اوبو ته لاس رسی نلري ، په وروستیو کې د ایران په مرسته توانیدلي دي نړیوالو ازادو اوګرمو اوبو ته لاس رسی ولرلې شي .

حقیقت دا دی چی ایران په هندسمندرګی ، عمان دریاب ، اوپه فارس خلیج کې له ګرمو اوبو سره د مرکزی اسیا د جمهوریتونو د ارتباط لپاره تر ټولو امنه او ارزانه ټرانزیتي لاره په اختیار کې ورکوي . دا په داسې حال کی ده چی له دې مخکې د ترکمنستان او قزاقستان په شمول له مرکزی اسیا جمهوریتونو ځینوپه دې زمینه کی له ایران سره د ملګرتیا موافقې لاسلیک کړي دي .

ترکمنستان او قزاقستان د مرکزی اسیا هغه دوه هیوادونه دي چی د ریلی ارتباطاتو او اورګاډی  په زمینو کې له ایران سره ملګرتیا ته ګروهنه ښودلی ده .

د ازبکستان مشرانو هم نړیوالو ګرمو او ازادو اوبو ته د رسیدا به خاطر له ایران او ترکمنستان سره یوه موافقه لاسلیک کړی ده . په عین حال کی تاجیکستان او قرقیزستان هم له ایران سره په ټرانزیټی زمینو کی د ملګرتیا موافقې لاسلیک کړي دي ، ګروهنه لري چی خپل وارداتی او صادراتي شیان د ایران له ریلی او ټرانزیتي لارو وارد او صادر کړي .

عشق اباد د ټرانسپورټ په زمینه کې د ۱۲ نړیوالو کنونشنونو په تصویبولو سره په دې برخه کې د پراخې ملګرتیا سیاست په خپله ایجنډا کې راوستې دې او دغه بهیر د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په وسیله د څلورو پریکړه لیکونو په تصویب سره پیل شوی دی .

څرګنده ده چی د ایران له ټرانزیټي لارو د مرکزی اسیا د جمهوریتونو استفاده د دغو هیوادونو لپاره بهترینه لارې جسابیږي . په اوسنیو شرایطو کې د مرکزی اسیا د جمهوریتونو نورې ارتباطي لارې غیراقتصادي او ناامنې دي ، په همدې دلیل د ایران د ټرانزیتي لارې په استفادې سره د نړۍ له مختلفو هیوادونو سره ارتباط ټینګول د مرکزی اسیا د هیوادونو لپاره ډیر اهمیت لري .

په ټرانسپورټ او ټرانزیټ سربیره د اقتصادي ملګرتیا د سازمان له لومړیتوبونو بلل کیږی ، ایران او ترکمنستان د انرژۍ د چارو په زمینو کې هم رغنده ملګرتیاوې لري .