ایران له عربستان سره د اړیکو د عادي کیدا هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125188-ایران_له_عربستان_سره_د_اړیکو_د_عادي_کیدا_هرکلی_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بغداد د خبرو اترو د دوهم کانفرنس په څنګ کښې د سعودي عربستان له خارجه وزیر سره د خپلو مذاکراتو خبر ورکړ او ویې ویل هر وخت چې سعودي عربستان د اړیکو عادي کیدا ته د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 22, 2022 04:43 Asia/Kabul
  • ایران له عربستان سره د اړیکو د عادي کیدا هرکلی کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بغداد د خبرو اترو د دوهم کانفرنس په څنګ کښې د سعودي عربستان له خارجه وزیر سره د خپلو مذاکراتو خبر ورکړ او ویې ویل هر وخت چې سعودي عربستان د اړیکو عادي کیدا ته د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.

هغه وړمه ورځ د بغداد دوه په نوم کانفرنس کښې له ګډون کولو او اردن ته د خپل  سفر له ختمولو وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې د تهران او د ریاض د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلیدا د وخت په هکله د عربستان له خارجه وزیر سره کتنې ته په اشارې سره وویل د ایران  اسلامي جمهوریت ډيپلوماټیکې اړیکې نه دي غوڅې کړي دي او دا عربستان و چې اړیکې یې غوڅې کړې او هر وخت چې سعودي عربستان طبیعي حالت ته د اړیکو د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د تهران پرضد د بندیزونو د خبرو اترو په هکله د سلامشورو خبر ورکړ او ویې ویل له تیرو دوو یا دریو میاشتو راهسې امریکایانو په ریاکارانه څرګندونو کښې داسې اقدامات ترسره کړل چې د هغوې له خبرو سره یې سمون نه درلود  امریکا بیا بیا په ویانا کښې موافقې ته د ټولو لورو د بیرته ستنیدا د نهايي ګام لپاره خپل ترجیح اعلانوه خو په رسنیو کښې یې ریاکارانه چلند ترسره کاوه.