د حضرت زهرا س د شهادت په مناسبت تسلیت وایو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125366
نن د سه شنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم(۲۰۲۲) میلادي کال د دسمبر د میاشتې اوویشتمه او د څوارلس سوه څلورڅلویښتم(۱۴۴۴) هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام امیر مومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 27, 2022 10:54 Asia/Kabul
  • د حضرت زهرا س د شهادت په مناسبت تسلیت وایو

نن د سه شنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم(۲۰۲۲) میلادي کال د دسمبر د میاشتې اوویشتمه او د څوارلس سوه څلورڅلویښتم(۱۴۴۴) هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې دریمه نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام امیر مومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

د اسلامي ایران مسلمان خلک هر کال د فضلیت د میرمنې ،د عصمت او د عفاف د بیلګې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په کلیزه کښې  په جوماتونو ، امامباړو او مذهبي ځایونو کښې راغونډیدا سره ماتم او ویر کوي.

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د بعثت د پینځم کال د جمادي الثاني د میاشتې په شلمه نیټه په مکې مکرمې کښې وزیږیده.

دغه ستره میرمنه له ماشومتوب څخه د خپل ګران پلار حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم تر لارښوونو لاندې له لوړو الهي معارفو سره اشنا شوه.

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له اتلس کاله ژوند وروسته د هغه وخت د واکمنانانو د ډیرو ظلمونو او د خپل ګران پلار  حضرت محمد صلی الله علیه واله و سلم د وفات د غم او د کړاو له کبله د یوه روایت پراساس د یولسم هجري قمري کال د جمادي الاول د  میاشتې په دیارلسمه یا د جمادي الثاني د میاشتې په دریمه نیټه شهیده کړې شوه.

د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علهیا د شهادت د کلیزې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو او ازادي غواړو او په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته تسلیت وايي.