د ایران خارجه وزیرد عمان له باچا سره کتنه اوخبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125420-د_ایران_خارجه_وزیرد_عمان_له_باچا_سره_کتنه_اوخبرې_وکړې
ټاکل شوی ده امیر عبداللهیان له نورو عماني چارواکو سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 09:03 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیرد عمان له باچا سره کتنه اوخبرې وکړې

ټاکل شوی ده امیر عبداللهیان له نورو عماني چارواکو سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان د عمانله سلطان هیثم بن سارق ال سعید سره په کتنه کې هغه ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پیغام وړاندې کړ .

د ایران خارجه وزیر چی بیګا یې عمان ته سفر کړی وو ، مسقط ته له ورتګ وروسته خبریالانو ته ویلی وو چی د عمان د باچا لپاره  یې داسلامي ایران د ولسمشر سیدابراهیم رییسي پیغام راوړې دې .

ټاکل شوی ده امیر عبداللهیان له نورو عماني چارواکو سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .

عماني چارواکي باوری دي له ایران سره نږدې اړیکي د حقیقت پالنې په اساس دي او ایران یو ستر ګاونډې بولي .

دواړه هیوادونه له یوه بل سره هیڅ ډول مځکنی او سرحدي اختلافات نلري . له عمان د ایران ملاتړ د عمان په تاریخی حافظه کې په مثبت او تلپاتی ډول پاتې دې .