د ایران خارجه وزیرد عمان له باچا سره کتنه اوخبرې وکړې
ټاکل شوی ده امیر عبداللهیان له نورو عماني چارواکو سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان د عمانله سلطان هیثم بن سارق ال سعید سره په کتنه کې هغه ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پیغام وړاندې کړ .
د ایران خارجه وزیر چی بیګا یې عمان ته سفر کړی وو ، مسقط ته له ورتګ وروسته خبریالانو ته ویلی وو چی د عمان د باچا لپاره یې داسلامي ایران د ولسمشر سیدابراهیم رییسي پیغام راوړې دې .
ټاکل شوی ده امیر عبداللهیان له نورو عماني چارواکو سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي .
عماني چارواکي باوری دي له ایران سره نږدې اړیکي د حقیقت پالنې په اساس دي او ایران یو ستر ګاونډې بولي .
دواړه هیوادونه له یوه بل سره هیڅ ډول مځکنی او سرحدي اختلافات نلري . له عمان د ایران ملاتړ د عمان په تاریخی حافظه کې په مثبت او تلپاتی ډول پاتې دې .