د اسلامي ایران اوعمان اړیکو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125426-د_اسلامي_ایران_اوعمان_اړیکو_ته_کتنه
په وروستیو کلونو کې هم عمان تل د اسلامي ایران او لویدیځ ترمینځ په تیره بیا ایټمی مزاکراتو کې د یوه اصلی میانځی ګړی په توګه یادشوی دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 11:27 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران اوعمان اړیکو ته کتنه

په وروستیو کلونو کې هم عمان تل د اسلامي ایران او لویدیځ ترمینځ په تیره بیا ایټمی مزاکراتو کې د یوه اصلی میانځی ګړی په توګه یادشوی دې .

 

د فارس خلیج دحوزې په هیوادونوکې عمان له هغو هیوادونو دې چی له اسلامي ایران سره یې تل پایدارې او دوستانه اړیکي ساتلي دي او همیشه یې کوشش کړې دې چی له سیمه ایزو کړکیچونو سره په ارتباط کې د میانځی ګړي په توګه رول ترسره کړي .

د اسلامی ایران او عمان اړیکي د ګاونډیتوب ، د هرمز په سټراټیجیک تنګی د دواړو هیوادونو د اشراف او کلتوري ، تاریخي اودیني ګډولو له نظره ډیر اهمیت لري . د دواړو هیوادونو ترمینځ رسمي اړیکي د ۱۳۵۰ کال د وږی میاشتې په ۴ نیټه د ګډې بیانیې په صادرولو سره پیل شوې . هم له اسلامی انقلابه مخکې او هم له انقلابه وروسته د دواړو هیوادونو په اړیکو کې کوم خاصی ستونزه یا کړکیچ  وجود ندې درلودلې .

عمان د ایران او عراق د جنګ له ختمیدا وروسته له تهران سره د ډیرې پخلاینې سیاست پرمخ ونیوه . د ۲۰۱۰ کال په اګست میاشت کې ایران او عمان امنیتی تړون لاسلیک کړ .

کلونه کیږی چی عمان بی پلویتوب ته د ګروهنې او سولې په اساس ډیپلوماسۍ سره په سیمه کی د یوه میانځی ګړی په توګه پیژندل کیږی  .عمان توانیدلې دې په یوه حساسه او له تاوتریخوالی ډکې سیمې کې لسیزې لسیزې له کړکیچ او لانجو لیرې پاتې شي او حتی په ځلونو یې د ګاونډیانو لپاره د میانځګړیتوب رول ترسره کړی دی .

په اتیایمه لسیزه کې عمان په برتانیه او بیا په کاناډا کې د ایران د ګټو په ساتونکی بدل شو .

په وروستیو کلونو کې هم عمان تل د اسلامي ایران او لویدیځ ترمینځ  په تیره بیا ایټمی مزاکراتو کې د یوه اصلی میانځی ګړی په توګه یادشوی دې .

که څه هم دایران او عمان تجارتی اړیکي نامناسبې ندي او د تجارت د اندازې له نظره د فارس خلیج د حوزې په هیوادونو کې د دوهم  اود ایران په ګاونډیانو کې شپږم ځای لري خو په هر حال دغه اړیکي له سیاسی اړیکو سره په متناسب ډول پرمخ ندي ولاړې او شمیرنې ښی چی د دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره له ټولو ظرفیتونو استفاده نده شوی .

په ۱۳۹۲ کال کې له عمان سره د ایران د تجارتي راکړو ورکړو اندازه ۲۲۱ میلیون ډالره ، په ۱۳۹۷ کال کی یومیلیارډ او ۱۶۷ میلیون ډالره ، په ۱۳۹۸کال کې ۶۹۴ میلیون ډالره  او په ۱۳۹۹ کال کې ۸۷۲ میلیون ډالره وو . د ایران د خارجه وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال مهدی صفری د دې خبرې په کولو سره چی په ۱۴۰۰ کال کی د ایران او عمان د اقتصادی اړیکو ارزښت یومیلیارډ او ۳۵۰ میلیون ډالرو ته رسیدلې دې ، ویلی دی تر دو او دوه نیم میلیارډ ډالرو ته د دغې اندازې د زیاتولو لپاره مو پلانونه کړی ده چی د دوه میلیارډ ډالرو تحقق سږکال پریکنده دې .

څرګنده ده د ایران او عمان اړیکي یوازی په ګاونډیتوب پورې محدودې ندی بلکې پیړۍ کیږی چی د دواړو ملتونو دیني او اعتقادي ژورې ګډولې له یوه بل سره تړلي دي .

 د همدغو دوستانه اړیکو په لړ کې د ایران اوعمان چارواکي یوه بل  هیوادونو ته سفرونه کوی . د ایران خارجه وزیر چی بیګا یې عمان ته سفر کړی وو ، مسقط ته له ورتګ وروسته خبریالانو ته ویلی وو چی د عمان د باچا لپاره  یې داسلامي ایران د ولسمشر سیدابراهیم رییسي پیغام راوړې دې . دواړه هیوادونه له یوه بل سره هیڅ ډول مځکنی او سرحدي اختلافات نلري . له عمان د ایران ملاتړ د عمان په تاریخی حافظه کې په مثبت او تلپاتی ډول پاتې دې .