د قاسم سلیماني شهیدول د ترهګرۍ عیني مصداق دی
(last modified Mon, 02 Jan 2023 08:10:30 GMT )
Jan 02, 2023 12:40 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني شهیدول د ترهګرۍ عیني مصداق دی

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ډګر جنرال قاسم سلیماني په شهیدولو کښې د امریکا اقدام د ترهګرۍ مصداق وباله.

د ایران د باندنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوال اتل او د اسلام د سرلوړي سردار ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې وویل د امریکا حکومت له ترهګرۍ سره د مقابلې د ادعا په شمول په دروغجنو ادعاګانو سره په یوه جنایتکاره اقدام کښې چې د نړیوالو حقوقو د اصولو او قواعدو خلاف ورزۍ ده د  رسمي ماموریت په وخت د عراق په خاوره کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه د ترټولو لوړ رتبه چارواکي په توګه د ډګر جنرال قاسم سلیماني پرضد ترهګره حمله وکړه.

د ایران د خارجه وزارت بیانیه زیاتوي د ډګر جنرال قاسم سلیماني په شهیدولو کښې د امریکا جنایتکاره اقدام د ترهګر اقدام مصداق دی کوم چې د امریکا لخوا په منظم ډول پلان او عملیاتی شوی دی.

د ایران د خارجه وزارت بیانیه وايي چې د امریکا د دغه ترهګر اقدام د تعقیبولو لپاره د عراق او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د ګدي قضاي کمیټۍ فعالیت دوام لري.

 

ټیګونه